ولسمشر غني د اسلامي همکاریو سازمان غونډه د ګډون لپاره سعودي عربستان ته لاړ.
ولسمشر غني د اسلامي همکاریو سازمان په سرمشریزه کې د ګډون لپاره سعودي عربستان ته لاړه.
کابل کې زیات باور نه کېږي چې د اسلامي هېوادونو سازمان دې افغانستان کې د جګړې د پای لپاره زیات ګتور وي.
د دې کنفرانس په ځینو برخوالو هېوادونو تور دی چې په سیمه او افغانستان کې د وسلوالو ډلو ملاتړ کوي.
ولسمشرغني د اسلامي همکاریو سازمان په ۱۴ مه سرمشریزه کې د ګډون لپآره د پنجشنبې پر ورځ سعودي عربستان ته لاړه چې باور کېږي په دې کنفرانس کې به د افغان سولې پرسر هم بحث وشي.
د ارګ خبرپاڼه کې یوازې دومره ویل شوي چې ولسمشر به د سعودي پآچا سره د پېشلمي په مېلمستیا کې ګډون وکړي.
په اوس کې له دې کنفرانس تمه نه کېږي چې افغان حکومت دې د سولې په برخه کې ترې څه په لاس راوړي.
د اسلامي همکاریو سازمان کې هغه هېوادونو هم برخه لري چې افغانستان کې د وسلوالو ډلو څخه ملاتړ کوي او د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره دلته په افغانستان کې پرې ټیکاو خرابوي.
د دې کنفرانس په برخوالو غږ داده چې په هغو هېوادونو فشارونه ډېر کړي چې افغانستان کې د جګړې ملاتړ کوي او د اسلام څخه یوازې او یوازې د وسیلې په توګه کار اخلي.
تر اوسه د اسلامي هېوادونو کنفرانس په هغو هېوادونو کې کومه پایله نه ده ورکړې چې د جګړې قرباني یې مسلمانان دي خو ټینګار کېږي چې اسلامي نړۍ باید خپل یوالی وساتي.