طالبان له افغان حکومت سره د سولې په اړه خپلمنځي ناستې او مشورې کوي.
د سولې عالي شورا د دارالانشاء مشر اکرم خپلواک ویلي، طالبان له افغان حکومت سره د سولې په اړه خپل منځي ناستې او مشورې کوي او په دغه برخه کې پرمختګ هم شوی دی.
خپلواک د طالبانو دا مشورې د سولې برخه کې شین څراغ بولي او نیکو پایلو ته یې په تمه دی.
اکرم خپلواک ویلي، د دوی د مالوماتو پر اساس، طالبان په دې بوخت دي چې له افغان حکومت سره څنګه د سولې خبرې پیل کړي.
خو وسله والو طالبانو بیا تر اوسه د اکرم خپلواک د دغه څرګندونو په تړاو څه نه دي ویلي.