د کندز یو شمېر دیني علماوو د یوې غونډې په ترڅ کې په هېواد کې روانه جګړه ناروا وبلله.
په کندز کې یو شمېر دیني عالمانو او ملا امامانو د یوې غوندې په ترڅ کې د افغانستان جګړه ناروا او پردۍ وبلله.
د کندز د علماوو شورا مشر مولوي محمد عاقل له ښکیلو خواوو وغوښتل چې جګړه ودروي او نور دې له افغانانو قرباني نه اخلي.
دیني عالمانو له طالبانو او افغان حکومت وغوښتل چې اختر کې دې اوربند اعلان کړي، څو خلک د اختر مراسم په خوښۍ ولمانځي.
د کندز والي عبدالجبار نعیمي بیا د مولوي سمیع الله ریحان شهادت ستره ضایع وبلله او د دیني عالمانو او قومي مشرانو وژل یې د ګاونډیو هېوادونو کار یې یاد کړ.
کندز کې وروسته له هغې د اوربند غوښتنه او روانه جګړه ناروا بلل کېږي، چې په دې وروستیو کې جګړې او هدفي وژنو زور اخستی او په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې د افغانانو تمې سره سم پرمختګ ونه کړ.











