د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر، په لومړي ځل ویلي، طالبان افغانستان کې سوله غواړي او د سولې پر وړاندې ټوله خنډونه دې لرې شي.
د مسکو سټيج یو ځل بیا د افغان سولې د مهمې ناستې او نظریاتو کوربه وو.
طالبانو او افغان سیاسیونو د مسکو په کوربه توب د افغان سولې په برخه کې د نظریاتو تبادله وکړه.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼ شمېر سیاسیونو روانه لوړه مرګ ژوبله د اندېښنې وړ وبلله او د روانې وینې بهېدنې غوښتونکي شول.
ملا بردارد وايي، طالبان د سولې پلوي دي، خو د موانع لېرې کېدل مهم ګڼي.
روسیه د دویم ځل لپاره وتوانېده چې طالبان او افغان سیاسیون له خپل سیټج نه نړیوالو ته ور وښيي.
که څه هم دغه غونډه د مسکو او کابل د اړیکو نمانځې ته برابره شوې وه، خو د افغان سولې پيغام یې له اصلي موضوع هم پياوړی خپور شوو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په ټولو اړخونو غږ کړی چې د افغان سولې خبرې ژر تر ژر پيل کړي.
سرګي لاروف، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل،((روسیه باور لرِي چي افغانستان کې جګړه د جګړې له لارې نه حل کېږي. دغه جګړه یوازې د سیاسي او ډیپلوماټیکو لارو حل کېدای شي. موږ له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو مکمل وتل غواړو، او موږ له ټولواړخونو غواړو چې هرڅومره ژر چې کېدای شي د سولې خبرې دې پیل کړي چې په کې ټولنیز او سیاسي اعضا هم شامل وي. په همدې وخت کې موږ پر یو متحده افغانستان باور لرو چې هلته ټول قومونه په سوله کې ژوند وکړي))
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر طالبان د سولې پلوي ګڼي خو تر هغې مخکې د موانع د حل چې د بهرنیو ځواکونو حضور دی د حل غوښتنه کوي.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي سربېره تللو سیاسیونو تر هر څه دمخه د جګړې د بندیدو او اوربند غوښتونکي شول.
د سولي عالي شورا مشر کریم خلیلي غونډه کې وویل، نه طالبان او نه هم افغان حکومت یو بل ته تسلمېږي. هره ورځ لږ ترلږه سل تنه افغانان د جګړې له امله وژل کېږي، چې لویه برخه یې ځوانان جوړوي. ځوانان د یوې ټولنې اصلي پانګه ده خو موږ یې هره ورځ له لاسه ورکوو.











