نن سې شنبه روسیه په داسې حال کې د کابل او مسکو د اړیکو سلمه کالیزه نمانځي چې د سې شنبې په ورځ به د طالبانو او افغان سیاسیونو تر منځ بین الافغاني ناسته پیل شي.
له کابل د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي د یو پلاوي په مشرۍ مسکو ته رسېدلی او له قطر څخه د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو څوارلس کسیز پلاوی مسکو ته تللی.
په یو وخت د طالبانو او افغان چارواکو وربللو پوښتنې راپورته کړي چې روسیه دا کلیزه د حکومتونو په کچه نمانځي او که د طالب او سیاسي مشرانو په کوربتوب.
رسنیو ته په لیږل شوې خبرپاڼه کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، طالب پلاوی به نن د روسیې او افغانستان ترمنځ د سل کلنو دیپلوماتیکو اړېکو په یاد غونډه کې ګډون وکړي او سبا به د هیواد له یو شمیر سیاسي څيرو سره په بین الافغاني غونډه کې د هیواد د راتلونکې په تړاو بحث او خبرې وکړي.
د مجاهد په خبره، طالب پلاوی به د روسیې له لوړ رتبه چارواکو سره هم ځانګړې لیدنې ولري.
له بل لوري تیر ماښام کابل کې د روسیې سفارت هم د افغانستان او روسیې د دوستۍ د سلمې کلیزې په مناسبت مراسم نیولي وو.
دغو مراسمو ته د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله هم ورغلی و
ښاغلي عبدالله او د روسیې سفیر د کابل او مسکو د اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ.