سږ کال د تېر کال پنځه میاشتو په پرتله د ښځو د پروړاندې تاوتریخوالی زیات شوی ښکاري.
د روغتیا وزارت موندنې ښيي چې له پنځه زره زیاتې میرمنې یې تېرو پنځه میاشتو کې ثبت کړي چې د میړونو او کورنیو له لوري وهل شوي دي.
له دې سره د ښځو چارو وزارت نیوکه لري چې اړونده ادارو کې د فساد له امله د ښځو د تاوتریخوالي قضیو ته رسیدګي نه کیږي.
د ښځو چارو وزارت بیا په تېرو دوه میاشتو کې پنځلس قضيې ثبت کړي چې قتل، تاوتریخوالی او اجباري ودونه پکې شامل دي.
لوی څارنوالي بیا ډاډه ده چې د ښځو پروړاندې د تاوتریخوالي قضيې جدي څېړي او په دې برخه کې بې غوري د منلو نه ده.
هر کال څخه بل کال ته تمه وي چې د ښځو پروړاندې تاوتریخوالی به راکم شي، خو داسې ښکاري چې د عامه پوهاوي د کموالي، رواني ناروغي او کورني جنجالونه دا ګراف لوړوي.