حمدالله محب د یو پلاوي په مشرۍ اسلام اباد ته ځي.
ولسمشرۍ ماڼۍ اسلام اباد ته د ملي امنيت شورا سلا کار حمد الله محب او ولسمشر غني سفر تائيد کړ.
د ولسمشر محمد اشرف غني وياند هارون چخانسوري رسنيو مرکز کې خبريالانو ته وويل، د ملي امنيت شورا سلا کار حمد الله محب به د يوه لوړ پوړي پلاوي په ملتيا د ولسمشر له سفر وړاندې اسلام اباد ته ولاړ شي.
چخانسوري وايي، ولسمشرۍ ماڼۍ په رسمي توګه د پاکستان بلنه منلې او له کوچني اختر وروسته به ولسمشر اسلام اباد ته سفر وکړي.
د ولسمشر غني د سفر کره نېټه لا نه ده مالومه ؛ خو افغان او پاکستاني چارواکي د یاد سفر په برابرولو مصروف دي.