د پاکستاني رسنیو راپور له مخې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ سې شنبې پاکستان ته ځي څو د افغان سولې پروسې په ګډون پاکستان ته د ولسمشر غني په سفر بحث وکړي.
د پاکستاني رسنیو راپور له مخې له محب سره به د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر مسعود اندارابي هم ملګری وي.
پاکستاني رسنیو د ځینې چارواکو له قوله لیکلي چې تر دې دخه افغان حکومت له پاکستان سره د عمل پلان پر اساس ټولې لیدنې ځنډولې وې او وروسته له هغه چې ولسمشر غني او د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ټيلفوني خبرې وکړې، د لیدنو د بیا پیلېدو هوکړه وشوه.
د رسنیو راپور له مخې ولسمشر غني به جون میاشت کې پاکستان ته ولاړ شي او د محب په مشرۍ تلونکی هییت به د افغان سولې پروسې په ګډون، د ولسمشر غني په سفر بحث وکړي.