افغانستان، پاکستان ته په تمریناتي پنځوس اوریزه کرکټ لوبه کې ماتې ورکړه.
اجرایه رییس عبدالله عبدالله د دغې بریا مبارکي ټولو افغانانو ته ویلي. د کرکټ نړیوال جام تمریناتي سیالو کې افغانستان پاکستان ته د انګلستان په برېستل ښار کې له یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته په درې ويکټو ماتې ورکړه.
د دغې سیالۍ پچه پاکستان وګټله او لومړی یې د توپ وهلو پرېکړه وکړه چې د افغانستان لپاره یې ۴۸ اورو کې د ۲۶۳ منډو هدف وټاکه.
د دغه هدف پوره کولو لپاره افغان کرکټ لوبغاړو پوره پوره خواري وکړه او لوبه یې د ځان په ګټه تمامه کړه.
د دغه هدف تر لاسه کولو لپاره د افغانستان له لوري شهزاد محمدي او حضرت الله ځاځي لوبه پیل کړه.
د دوشنبې په ورځ افغانستان بله تمریناتې لوبه له کوربه هېواد انګلستان سره لري.
افغانستان به په نړیوال جام سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه د جون میاشتې په لومړۍ نېټه په همدې برېسټل ښار کې د اسټرالیا پر وړاندې کوي.
له دې سره علي وزیر په طنزیه ډول په ټوېټر لیکلي: د پاکستان کرېکټ لوبډلې ځکه لوبه بایلوده چې افغان لوبډلې سره پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ملګري وو.