د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق، يونيسف ویاند کریستف بولرېک ویلي، افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي، چې په وینا یې ښایي کابو شپږ سوه زره یې له سختې وچکالۍ او خوار ځواکۍ له امله ومري.
بولرېک ویلي، هڅه کوي چې روان کال کې د دغو شمېر ماشومانو څخه شپیته سلنې ته یې رسیدګي وکړي او ممکن پاتې څلوېښت سلنې ته یې رسیدګي ونشي.
بولرېک اندېښنه ښودلې، چې که راتلونکې درې اونیو کې اووه میلیونه ډالر مرسته ترلاسه نه کړي، ښایي ۱۳۰۰ مرستندویه مرکزونه ونه شي کولی اړمنو خلکو ته مرستې ورسوي.
يونیسیف تېر کال هم په افغانستان کې د پنځه سوه زره ماشومانو د وچکالۍ له کبله د سخت زیانمن کېدو راپور ورکړی و.
هغه مهال د افغانستان د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي و، چې افغان حکومت د وچکالۍ د منفي اغیز د مخنیوي لپاره بیړنی پلان جوړ کړی، خو تر نن یې اغیزه نه ده مالومه.