ملي امنیت په ننګرهار کې د یو پاکستاني په ګډون څلور داعش وسلهوال نیولي دي.
ننګرهار کې ملي امنیت د یو پاکستاني په ګډون څلور داعش جنګیالي نیولي دي. د ننګرهار ملي امنیت په ښار او ولسوالیو کې د عملیاتو پرمهال د یوه پاکستاني په ګډون څلور داعش او ۷ طالبان نیولي دي.
پاکستانی نیول شوی داعش وسله وال امجد نومېږي او ویلي یې دي، چې هلته ورته افغان ولس کافر ښودل شوی و، ځکه خو د جګړې لپاره راغلی دی.
ملي امنیت وايي، د امجد په نوم پاکستانی داعش جنګیالی افغان ځواکونو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې نیولی دی.
امجد رسنیو سره په خبرو کې وویل هلته ورته افغان ولس کافر او جهاد روا تعریف شوی و.
د ننګرهار ملي امنیت مشر نظر علي واحدي وویل په وروستیو کې دلته د ټولنېزو رسنیو یو شمېر کارونکو د وسله والو په ګټه کار پیل کړی او که لاس ترې وانخلي وبه نیول شي.
عام خلک بیا د امنیتي مسؤلینو په دې لاسته راوړنو بسنه نه کوي او غوښتنه یې دا ده چې په هغو ځایونو دې عملیات وکړي، چې د وسله والو ډلو ځالې لاهم په کې فعالې دي.