سږ کال د افغانستان نوي سلنه زعفران نورو هېوادونو ته صادر شوي.
د افغانستان زعفران چې د نړۍ په ګچه ښه نوم او حیثیت لري ډېر شمېر هېوادونو یې پیرلو ته علاقمندي ښودلې. د کرنې وزارت ویاند اکبر رسمتي وايي، د نورو کلونو په پرتله سږکال افغانستان کې د زعفرانو تولید ښه و او شاوخوا شپاړلس ټنه زعفران چې د ټولو تولیداتو نږدې نوي سلنه کيږي د نړۍ اوولسو هېوادونو ته صادر شوي دي.
که څه هم ټاکل شوې له یو شمېر هېوادونو سره هوکړې شوي چې د افغانستان د زعفرانو د تولید او صادراتو کچه لوړه شي، خو په کور دننه د پروسس او بسته بندي برخه کې د معیاري مرکزونو نشتون او د امکاناتو محدودیت هغه ستونزې دي چې د زعفرانو د ودې مخه یې نېولی شي.
د صنعت او کانونو خونې مشر رحمیم الله سمندر وايي، افغانستان ته د زعفرانو پر وارداتو بندیز لګېدلی، خو په دې ورستیو کې داسې اندیښنې شته چې په غیر قانوني توګه ایراني زعفران د افغانستان په امکاناتو بهرنیو هېوادونو ته صادریږي چې د افغاني زعفرانو اعتبار او نړیوال حیثیت ته ستر ګواښ بلل کيږي.
له ایران څخه افغانستان ته د زعفرانو قاچاق کچه ټيټه بلل شوې خو انديښنه داده که یې مخه ونه نېول شي، د افغانستان د زعفران نوم باندې به بده اغیزه ولري.
تر دې وړاندې ایراني مڼې هم د افغانستان په نوم نورو هېوادونو ته صادر شوي چې د افغاني مڼو صادراتو برخه کې یې ګڼې ستونزې را ولاړې کړي.