.لویه څارنوالي د برښنا شرکت د پوروړو شا نه خوشې کوي
عدلي او قضايي ارګانونه به پوروړي مجبور کړي چې د برښنا شرکت پيسې ورکړي.
د افغانستان برښنا شرکت له عدلي او قضايي ارګانونو سره هوکړه لاسلیک کړه چې څنګه کیدای شي له پور وړو کسانو پیسې راټولې کړي.
برښنا شرکت یو ځل بیا خبرداری دی ورکړی چې ټول هغه کسان به افشا کړي چې د برښنا له درکه قرضداري دي.
اوس برښنا شرکت د پور وړو لیست چمتو کړی چې عدلي او قضايي ارګانونه پرې فشار راوړي چې پیسې تحویل کړي.
د افغانستان برښنا شرکت بالاخره مجبور شو چې عدلي او قضایي ارګانونو سره هوکړه وکړي چې له پوروړو پیسې راټولې کړي.
هغوی چې زور لري، برښنا هم په زور کاروي او برښناشرکت ته د لګښتونو پیسې نه ورکوي .
د برښنا شرکت د مالوماتو له مخې، ځینې کسان لګښتونه نه ورکوي او ځینې نور بیا برښنا په غلا کاروي چې دبرښنا شرکت ته یې ستونزې جوړې کړي.
لویه څارنوالي په دې هوکړه کې مسوولیت لري چې د افغانستان برښنا شرکت پوروړوي تر فشار لانندې ونیسي او دغه راز د برښنا هغه غلو د نیولو امر ورکړي چې برښنا غلا کوي.
برښنا شرکت به د دې هوکړې له مخې عدلي او قضایي ارګانونو ته د میلیونونو افغانیو هغه لیست وسپاري چې برښنا مصرف شوي، خو پيسې یې نه دي ورکړل شوي، په دې لیست کې د زور واکو تر څنګ برحاله چارواکي هم شامل دي.