Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

مېلر: داعش او القاعده ډلو سره به مبارزه دوام ولري 

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/21

د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال میلر د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د امنیتي همکارۍ ډاډ ورکړ.

کابل کې غوڅ ملاتړ ماموريت د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو پرمهال د امنیتي همکارۍ ډاډ ورکړی او له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یې په ټاکنو کې د بې طرفۍ غوښتنه کړې.

غوڅ ملاتړ ماموريت اندېښنه وښوده، چې د داعش او القاعده ډلو پورې تړلي جنګيالي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې فعاليت کوي چې مبارزه ورسره دوام لري.

له دې سره همهاله لوړ پوړي روسي چارواکي د افغانستان په شمال کې د پنځه زره داعش وسله والو د فعالیت په تړاو اندیښنه ښودلې.

کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموريت چارواکو خبريالانو سره په خبرو کې په امنيتي سکتور کې د وروستيو بدلونونو ستاينه وکړه او دا يې يو مهم ګام و باله.

غوڅ ملاتړ ماموريت ژمنه وکړه چې د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال افغان امنيتي ځواکونو سره همکاري کوي او په دې تړاو يې د ټاکنو کمېسيون او افغان امنيتي چارواکو سره خبرې کړي.

کابل کې د غوڅ ملاتړ ماموريت عمومي قومندان جنرال اسټن سکاټ مېلر داسې وویل (( له هرڅه وړاندې موږ ستاسو له امنيتي ادارو سره له نږدې کار کوو او همدا راز مو تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسيون له چارواکو سره ناسته در لوده ترڅو ټاکنو ته له تياريو ځان خبر کړو او هغوی سره مو په امنيتي برخه کې د خپلو همکاريو مالومات شريک کړل))

مېلر وايي، القاعده او داعش جنګيالي يې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې تثبیت کړي، چې سيمې او نړۍ ته ګواښ پېښولی شي.   

جنرال اسټن سکاټ مېلر داسې وویل ((موږ القاعده  او داعش د افغانستان په بېلابېلو برخو کې ليدلې دي  زه فکر کوم داعش يوه خطرناکه ډله ده ، چې افغانستان ، سيمې او نړۍ ته ګواښ پېښولی شي او په سيمه کې يې موږ خطرات وليدل او موږ بايد ورته زياته پاملرنه وکړو))

افغانستان کې د داعش د حضور په اړه يوه لوړ پوړي روسي، چارواکي هم خپله اندېښنه ښودلې، چې د پنځه زره په تعداد دغه جنګيالي هڅه کوي د افغانستان په شمال کې ځای پر ځای شي.

لوړ پوړی روسي چارواکي الکزانډر بورتنيکوف بیا داسې ویلي (( زه په ځانګړې توګه د افغانستان په شمالي ولايتونو کې د داعش په بيا ځای پرځای کېدو اندېښمن يم چې شمېر یې شاوخوا پنځه زره ته رسیږي.))

د غوڅ ملاتړ چارواکي وايي، د داعش د ځپلو په برخه کې به ګړنډي ګامونه اخلي او اجازه نه ورکوي، چې له افغانستان سيمې او نړۍ ته ګواښ ورسېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist