د ملي امنیت شورا سلاکار د افغانستان او امریکا اړیکې دوامدارې وبللې.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د افغانستان ـ امریکايي پوهنتون څخه د محصلینو فراغت غونډه کې د دواړو هېوادونو اړیکې مهمې او اوږدمهاله وبللې.
محب زیاته کړه، چې له امریکا او امریکا له نورو متحدینو سره د افغانستان همکاري په زیات قیمت رامنځ ته شوې چې دوام به پیدا کړي.
د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب چې د افغانستان امریکايي پوهنتون د محصلینو فراغت غونډه کې خبرې کولې وویل، اړیکې او دوه اړخیزې همکارۍ د وینو په قیمت او قربانیو جوړې شوي چې اسانتیا او امکانات یې نتجه ده.
محب ډاډ ښودلی چې له امریکا سره اړیکې او مشترک لیدلوري د سولهییز راتلونکي لپاره دي او دواړه هېوادونه په پرمختګ او ګډو ارزښتونو باور لري.
محب ویلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د هغه افغانستان لپاره جګړه کوي چې په هغه کې افراد، قومونه او جنګسالاران د ژوند تګلاره نه ټاکي، بلکې د هغوی پر ځای خپله خلک د ولسواکه بهیرونو له لارې خپل برخلیک وټاکي.
هغه ډاډ ورکړ، چې حکومت د افغانستان امریکايي پوهنتون د دوو ښوونکو بېرته خلاصولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.