Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ننګرهار کې د تیرې ورځې د برید د قربانیانو شمېر زیات شو

shamshadnews by shamshadnews
2018/10/03

په ننګرهار کې د تیرې ورځې د برید د قربانیانو شمېر۲۱ تنو ته ورسېد.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ناصر کاموال ويلي، په کامې ولسوالۍ کې د تیرې ورځې په ځانمرګي برید کې ۲۱ کسان وژل شوي او تر ۴۰ زیات ټپيان دي.

چارواکي وایي، ځانمرګی برید ګر پلې و او د ولسي جرګې ټاکنو ته د یوه نوماند په د فتر کې یې غرمه مهال ځانته چاودنه ورکړه.

ولایتي اداره وایي، دوی ته د غونډې په اړه خبر نه و ورکړل شوی.

له دې سره د ننګرهار ولایتي شورا مشر احمد علي حضرت وایي، هلته چارواکي د امنیت په راوستو کې ناکام دي، چې له امله یې، په څلور میاشتو کې ۹۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.

ملګري ملتونه :

ملګرو ملتونو ننګرهار کې د تېرې ورځې برید غندلی.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو په یوې اعلامیې کې ویلي چې د هغو کسانو په نښه کول چې غواړي په ټاکنو کې ګډون وکړي د اندېښنې وړ دی.

یاماموتو همداراز په ټینګار سره د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې د ټاکنو په تړاو دې تاوتریخوالي ته د پای ټکی کېږدي.

داعش هم د دغه برید پړه منلې ده او د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې ادعا یې کړې ده.

ولسمشر هم ننګرهار کې د تېرې ورځې برید وغانده.

ولسمشر محمد اشرف غني د ننګرهار د تیرې ورځې ځانمرګي برید ته په اشارې ویلي، د افغانانو دښمنان د ولس له بیدارۍ ویره لري او هڅه کوي د ترهګریزو بریدونو له لارې ددغه بهیر مخه ونیسي.

ولسمشر ویلي، د افغانستان د ولسواکۍ دښمنان او بهرني ملاتړي یې نه غواړي چې افغانان د قانون سره سم ډیموکراتیک میکانیزم له لارې خپل استازي وټاکي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد
افغانستان

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي
افغانستان

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې
افغانستان

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي
افغانستان

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی
افغانستان

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي
افغانستان

هرات ته راستانه شوي کډوال له سرپناه نه لرلو او اقتصادي ستونزو شکایت کوي

جنوري 29, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist