یوناما د جګپوړو چارواکو په غیابانه محکمې خواشینې ښودلې.
کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره يا يوناما وايي، د فساد پر وړاندې د مبارزې د ستراتیژۍ د عملي کېدو برخه کې د پراختيا رامنځته کول پرلپسې هڅو او تمرکز ته اړتیا لري.
د يوناما دفتر وايي، د اداري فساد پر وړاندې ريښتينې مبارزه د افغانستان د هر اړخيز وضعيت د ښه والي په موخه یوه اساسي اړتیا ده او په دې برخه کې د هر ډول پرمختګ هر کلی کوي.
کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه ادارې يا يوناما د اداري فساد پر وړاندې د افغان حکومت د مبارزې کلنی راپور خپور کړ، چې د حکومت لخوا د هڅو د ستايلو ترڅنګ يې د ملاتړ ژمنه هم وکړه.
يوناما وايي، د فساد پر وړاندې د مبارزې برخه کې ځکه د افغان حکومت ملاتړ کوي، چې د ملګرو ملتونو د کنوانسيون په چوکاټ کې خپل مسووليتونه په ښه توګه پلي کړي.
کابل کې د يوناما دفتر د قانون د حاکميت برخې مشرې رومانا شوایګر داسې ویلي ((ملګري ملتونه سږکال او تیرکال د افغان حکومت لخوا د یو لړ بسنټیزو اصلاحي ګامونو د پورته کیدو هرکلی کوي . موږ افغان حکومت د نورو اصلاحاتو رامنځته کولو ته هڅوو. راتلونکې ټاکنې د ترلاسه شویو تجربو د عملي کولو له اړخه یوه ازموینه ده))
يوناما افغانستان کې له ټولو ادارو او ټولنو وغوښتل، چې په هره برخه کې هڅې وکړي، چې ريښتينولۍ، روڼتيا او د حساب ورکولو لړۍ پراخه شي.
رومانا شوایګر ویلي (( تر هر څه مهمه دا ده، چې فساد داسې کړۍ رامنځته کوي، چې د سولې حرکتونه له ګواښ سره مخ کوي، په داسې حال کې ، چې د افغانستان راتلونکې پر خبرو اترو ولاړه حل لاره باید د روڼوالي او عدالت پر بنسټ وي.))
يو ناما په دې راپور کې په ځانګړې توګه کومې اداره کې د اصلاحاتو خبره نه ده کړې خو وايي، چې تمرکز يې په عدلي او قضايي ارګانونو کې دی. دغې ادارې په خپل کلني راپور کې ويلي، چې افغانستان کې شل سلنه د لوړ پوړو چارواکو محکمې په غيبانه توګه ترسره شوي.