د افغانستان کرکټ لوبډلې روزونکی، فیلف سیمنس له نړیوال جام وروسته له افغان لوبډلې سرہ خپل کار پای ته رسوي.
سیمنس رسنیو ته ویلي، چې د اصغر افغان بدلولو په اړہ ورسرہ مشورہ نه وہ شوې او بورډ په خپله خوښه ګلبدین نایب د لوبډلې مشر ټاکلی دی.
سیمنس ویلي، ما د افغانستان کرکټ بورډ ته خپله پرېکړه وړاندې کړې ده چې د قرارداد له پای وروسته به نور له افغان ټیم سره قرارداد نه کوم.
تر دې دمخه د افغانستان کرکټ بورډ د اصغر افغان پر ځای ګلبدین نایب د لوبډلې مشر وټاکه چې له غبرګونونو سره مه شوی و.
د سیمنس پرېکړه داسې مهال کېږي چې یکشنبه د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې او ا ایرلنډ لوبډلې ترمنځ لومړنۍ پنځوس اوریزه لوبه ايرلنډ په ۷۲ منډو وګتله.
ایرلنډ په ۴۹ اورو کې خپلې ټولې لس وېکټې له لاسه ورکړې او ۲۱۰ منډې یې جوړې کړې. افغانستان د بریا لپاره ۲۱۱ منډې پکار وې خو په دې بريالي نشول چې ټاکلی هدف پوره کړي او ټوله لوبډله په ۱۳۸ منډو
وسوځېده.