هرات کې ۴ کسان د وسله والو طالبانو لخوا تښتول شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایي، تیره ورځ څلور کسان چې په يوه موټر کې له پښتون زرغون ولسوالۍ هرات ښار ته روان وو، طالبانو نامعلوم ځاى ته بیولي دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې، هرات کې د سړک غاړې ماین چاودنې د یوه ایراني کارکوونکي په ګډون د هرات خواف ریل پټلۍ اووه کارکوونکو ته مرګژوبله اړولې ده.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وایې، پیښه یکشنبه ناوخته د ایران پولې ته نږدې د غوریان ولسوالۍ په شمع تیغ سیمه کې رامنځته شوې ده.
فرهاد وایي، پیښه کې د هرات خواف ریل پټلۍ یو ایرانی کارکوونکی او یو افغان ساتونکی وژل شوي او پنځه افغان ساتونکي ټپیان دي.
تر اوسه د دغې پیښې مسؤولیت چا نه دی منلی.
هرات خواف ریل پټلۍ، افغانستان او ایران د ریل له لارې سره نښلوي چې دغه پروژه د یوه ایراني شرکت له لوري پر مخ وړل کیږي.