ټاکنو کمیسیون د رای ورکونکو د نوم لیکنې لپاره د جوزا اتلسمه نېټه وټاکله.
ټاکنو کمېسیون په ټاکلې نېټه نوم لیکنه ونه کړه او بله نېټه د جوزا میاشتې اتلسمه وټاکل شوه.
د نوم لیکنې د ډول په تړاو هم د کمېسیون پرېکړه بدله شوې او په بایومتریک نه کېږي.
ټاکنو کمېسیون مخکیني زماني مهالویش کې د ثور میاشتې ۲۶ د تقویتي نوم لیکنې لپاره نېته ټاکلې وه.
اوس چې په دې نېټه نوم لیکنه ونه شوه، ټاکنو کمېسیون اړ شو چې د نوم لیکنې بلې نېټې باندې له سره غور وکړي.
ټاکنو کمېسیون د ټاکنو قانون د طرحې خلاف په مېنول شکل د جوزا په ۱۸مه نوم لیکنه کوي.
د نویو کمېشنرانو له ګمارنې سره د ټاکنو قانون هم تغیر شو چې ټوله ټاکنیزه پروسه پکې بایومتریک ده.
ټاکنو کمېسیون سره کم وخت، د نوم لیکنې بایومتریک او نورو امکانو نشتون په اساس تازه پرېکړه کړې.
ټاکنو کمېسیون نوې رهبرۍ له خپل راتګ سره د راتلونکو ټاکنو په زماني مهالویش کې هم باید تغیرات راولي چې عملیاتي پلان په خپل وخت تطبیق کړي. د نویو کمېشنرانو ته د ولسمشر هدایت هم دا و. چې ټاکنیزه پروسه باید بشپړه بایومتریک ترسره کړي.