ملي امنیت په ننګرهار کې د یو پاکستاني په ګډون نهه وسله وال نیولي.
ننګرهار کې ملي امنیت ۹ وسله وال مخالفین او د یو پاکستاني سره څه باندې ۳ زره کیلو ګرامه چاودیدونکې توکې نیولي .
ننګرهار والي شاه محمود میاخیل نن وویل، وروسته له هغې چې جلال ا باد ښار کې ترهګریز بریدونه زیات شول ملي امنیت ځواکونو ځانګړي عملیات تر سره کړل چې په ترڅ کې یې د عبدالواحد په نوم د یو پاکستاني سره درې زره یو سلو شپږ دیرش کیلو ګرامه چاودیدونکي ونیول شول.
والي وايي، ملي امنیت ځواکونو همداراز یو داعش، اته طالبان نیولي او دوه پنجابي داعش له درې میرمنو او نهو ماشومانو سره یو ځای ملي امنیت ریاست کار کوونکو ته تسلیم شوي دي.
دغه پاکستاني دوه پنجابي داعشیان چې درې ښځې او نهه ماشومان ور سره وو، اچین ولسوالۍ کې یې یو نیم کال زیات فعالیت کړی دی.