ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چاته به اجازه ورنه کړي چې بهرنۍ جنګي کمپنۍ په افغانستان کې جګړه په بیه واخلي.
که څه هم ولسمشر د کومې کمپنۍ نوم نه دی په ډاګه کړی، خو تینګار یې کړی چې بهرنۍ جنګي کمپنۍ د پیسو لپاره جګړه کوي او هېڅ ډول پوځي مسؤولیت نه لري.
ولسمشر غني ویلي، روانه جګړه داسې تعبیر شوې او پر مخ روانه ده چې له افغانانو ملي او مذهبي یووالی واخلي.
له ډیر وخت راهیسې په امریکا کې د بلک واټر په نوم د جګړې یو خصوصي شرکت هڅه کوي چې د امریکا لخوا په افغانستان کې روانه جګړه په بیه واخلي او دوی یې پر مخ یوسي.
تر دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر د بلک واټر له وړاندیز سره مخالفت ښودلی او دغه وړاندیز یې رد کړی دی.