طالبان وايي، امریکا به اړ کړو چې افغانستان پرېږدي.
امریکا په غیر مستقیم ډول د سولې خبرې سبوتاژ کړي او ځینې طالب سرچینې باور لري چې د قطر خبرې به پایله ور نه کړي.
د حکومت سیاسي مخالفین په دې باور دي چې حکومت د سولې پروړاندې خنډ ګرځېدلی.
ها خوا په قطر کې د طالب مرکچي مشر عباس ستانکزي ویلي امریکا به مجبوروي چې افغانستان پریږدي.
امریکا په افغانستان کې د خپلې اوږدې جګړې د پای لپاره په قطر کې له طالبانو سره شپږ پړاوه جنجالي خبرې وکړې خو دا خبرې چې د بندو دروازو ترشا روانې وې له کومې ملموسې پایلې پرته پای ته رسېدلي دي.
هغوی چې د امریکا او طالب خبرو ته بې درکه خوښښ و اوس یې د قطر له خبرو تمه پرې شوې.
له دې سره قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي په یوه تازه ویډو کې چې خبرې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو په وتو ور ټولې دي ویلي، د مجاهدینو تجربه نه تکراروي چې په چوکیو یې جګړې وکړې.
خو کابل کې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره نوماندان انګیري چې حکومت د سولې په برخه کې په خنډ بدل شوی.
افغان حکومت د سولې نوې نقشه د سولې مشورتي لویې جرګې اخیستې خو تراوسه پورې لا عملي شوې نه ده.
داسې ښکاري چې له سولې وړاندې ټاکنې کېدونکې دي او امریکا هم له سولې زیات تمرکز په ټاکنو کوي.