په څرخي پله زندان کې د بندیانو او پولیسو ترمنځ شخړه کې یو تن ووژل شو.
څرخي پله زندان کې زندانیانو او پولیسو تر منځ فزیکي شخړه شوې
د کابل څرخي پله خاص محبس کې د زندانیانو او د امنیتي سرتیرو تر منځ شخړه شوې ده.
د زندانیانو له ډلې یو کس شمشاد ته وویل، د سرتیرو او پولیسو ترمنځ شخړه د مبایلونو د راټولولو پر سر شوېده.
دغه کس چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي وویل، په دغه شخړه کې یو شمیر زندانیان ټپیان شوي هم دي.
د کابل د محابسو ریاست بیا وايي، هلته کراره کراري ده او هیڅ ډول ستونزه نشته.
بلخوا د همدې زندان په څلورم بلاک کې ۱۲۰ تنو بندیانو اعتصاب کړی چې سرنوشت یې نه دی مالوم.
دغه زندانیان په اعدام محکوم دي او ځینو یې له لسو کلونو نیولې تر ۱۷کلونو بند تېر کړی خو لا تر اوسه یې سرنوشت نه دی معلوم.