چابهار بندر په هغه بندیزونو کې نه دی شامل چې امریکا یې پر ایران لګوي.
د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز حکومت ته خبر ورکړی چې د چابهار بندر له هغه بندیزونو ځانګړی دی چې امریکا یې پر ایران لګوي.
ویلز د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست صلاح الدین رباني سره په کتنه کې د امریکا ژمنې تازه کړي او په یو شمېر برخو کې یې د مرستو په دوام ټینګار کړی
دواړو لوریو پر ولسمشریزو ټاکنو، سیمه ییزه همکارۍ، امنیت او له ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې کړي دي.