په روژه کې د جګړې د زیاتیدو تر څنګ تلفات هم لوړ شوي دي.
دولتي ځواکونو او طالبانو په بیلابیلو ولایتونو کې د ځمکنۍ جګړې تر څنګ هوایي او ځانمرګي بریدونه زیات کړي دي.
اجرایه رییس عبدالله عبدالله طالبان ګرم ګڼي چې ولې یې د روژې میاشت کې اوربند و نه کړ، چې خلکو ژوند کړی وای.
روژې میاشت کې اوربند ته تمه زیاته وه، خو د تمې خلاف د هوا له ګرمېدو سره د جګړې نسبي ساړه سنګرونه بیا تاوده شوي دي.
تجربه دا ده چې په تېره روژه کې د جګړې ګراف یو څه ټیټ و، خو دا ځل د سولې له روانو خبرو سره جګړه هم شدیده شوې ده.
وردګ، فراه، غزني، کندز، بغلان، سرپل او ځېنې نور ولایتونو کې خونړۍ جګړې شوي چې د پوستو د لاس په لاس کېدو تر څنګ د دواړه غاړو جنګیالي او ملکیان هم وژل شوي دي.
کلونه وشول چې حکومت، طالبان او بهرنیان په جګړه بوخت خو یو لوری هم په ظاهر کې خپل هدف ته نه دی رسېدلی.
اجرایه رییس د وزیرانو شورا غونډه کې طالبان ملامت بللي چې د ولس غوښتنه یې و نه منله او له جګړې سره یو ځای تاوتریخوالی زیات شوی دی.
حکومت او طالبان د جګړې د ګراف د لوړېدو خبره مني خو خپل لوري ته د زیانونو په تړاو هیڅ حاضر نه دی چې وې وايي