د پاکستان مالیې وزارت وايي د آی اېم اېف اداره د درې کلونو په ترڅ کې ورته شپږ میلیارده ډالر قرض ورکوي.
ډاکټر عبدالحفیظ شیخ وايي، له دې سره به د پاکستان د پور اخیستنې انډول برابر شي او په دغه هیواد کې به بهرنۍ پانګونې ته لار هواره شي.
پاکستان سربیره پر دې د یو شمیر نورو عربي هیوادونو پور وړی هم دی چې تر اوسه یې په بشپړه توګه د هغوی پور نه دی ورکړی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان واک ته له رسیدو سره سم ژمنه وکړه چې ټول بهرني پورونه به پرې کړي او پخپلو پښو به ودریږي.
خو د عمران خان له واکمنۍ سره دغه قرضونه لا زیات شوي دي.