Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پنځه نوي سلنه شپني عملیات ملکي تلفات اړوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2019/05/12

مشرانو جرګې په شپنیو عملیاتو کې د ملکي تلفاتو باندې اندېښنه وښوده.

مشرانو جرګه وايي د حکومت په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې او دغه ډول عملیات ورته دمنلو نه دي .

دغه جرګه وايي د دې پر ځای چې امنیتي ځواکونه د ولس امنیت ټینګ کړي بلکې وژني یې او له دغه کاره مخالفین ګټه اخلي .

سناتورانو د  خپلې یکشنبې ورځې غونډه کې د ملکي مرګ ژوبل پر زیاتوالي اندیښنه وښوده .

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وايي د شپنیو عملیاتو مخالفت نه کوي خو چې د مخالفینو پر وړاندې وي نه د ملکي وګړو .

مسلمیار وايي ډير کم شپني عملیات دي چې مخالفین پکې په نښه کیږي او داسې عملیات چې ډیری قرباني یې عام وګړي وي ورته د منلو نه دي  .

سناتورانو بیا ویل  د دې پر ځای چې امنیتي ځواکونه د خلکو امنیت خوندي کړي پر کورونو یې  ورځي، وژني یې او له دغه فرصته مخالفین ګټه اخلي، خپلو لیکو ته یې جذب وي .

د مشرانو جرګې غړو همداراز د امریکا او طالبانو ترمنځ پرشویو مذاکراتو هم نیوکه وکړه چې ګني له افغان سولې سره مرسته نه شي کولای .

د دوی ټینګار پر دې و ترهغې چې په مذاکراتو کې افغان لوری شریک نه شي پایله نه ورکوي .

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې شپږم پړاو خبرې  پای ته رسیدلي د بل پړاو  خبرو لپاره تابیا نیول کیږي ، د تمې او هیلو خلاف د جګړو په شدت کې کموالی نه دی راغلی او بریدونو لا زور اخیستی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist