پاکستان پر طالبانو خپل ټول فشار کاروي، تر څو د سولې خبرو ته حاضر شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، پاکستان به د سولې د خبرو په پیل کې خپل رول ولوبوي او هڅه به وکړي چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي.
قریشي یو ځل بیا ویلي چې، امریکا په افغانستان کې د خپلو ناکامیو پړه پر پاکستان اچوي او دوی په ناعادلانه توګه تر نیوکو لاندې دي.
قریشي ویلي، باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی او په قبایلي سیمو کې یې د وسله والو پټنځایونه له منځه وړي دي.