د اسلامي امارت مرستیال ویاند وایي، پاکستان پوځي رژیم په تېرو۲۴ ساعتونو کې ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه یو شمېر پرتو ولایتونو د توپونو او هاوان بریدونه کړي چې له امله یې لږ تر لږه ۴ ملکي وګړي شهیدان او ۹ نور ژوبل شوي دي.
د حمدالله فطرت په خبره، دا بریدونه د نورستان د کامدېش، د خوست علیشېرو، ځاځي میدان او سپېرې، د کونړ د ناړۍ او د پکتیکا د برمل او شکین ولسوالیو په ځینو سیمو کې شوي دي.
فطرت زیاته کړې، د خوست سپېرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په سیمه کې د پاکستان پوځي رژیم له لوري هاوان بریدونو کې دوه ماشومان شهیدان شوي او دوه نور ټپیان دي.
د فطرت په خبره، د پکتیکا د شکین ولسوالۍ پر خوا هم لسګونه هاوانونه ویشتل شوي، خو په دې سیمه کې د ځاني زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي: « د پاکستان پوځي رژیم د جنایتونو په دوام، له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې د نورستان په کامدېش، د خوست علیشېرو او ځاځي میدان ولسوالیو، د کونړ ناړۍ او پکتیکا برمل او شکین ولسوالیو کې پرله پسې څو ځله په قصدي توګه ملکي کورونه او عامه تأسیسات په نښه کړي. د یادو هاوانونو او توپونو په نتیجه کې۴ تنه ولسي خلک شهيدان او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي.»
د پاکستان پوځي رژیم په بریدونو کې د دې څلورو ملکي افغانانو د شهادت خبره داسې مهال کیږي چې له دې مخکې په ورته بریدونو او هوايي بمباریو کې لږ تر لږه ۷۰ ملکي وګړي شهیدان و شاوخوا ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
که څه هم په افغانستان کې دننه او بهر د پاکستان د پوځي رژیم له خوا د ملکي وګړو په نښه کول غندل شوي او د هغې د مخنیوي له غوښتنو سره سره، لا هم د پوځي رژیم له خوا د ملکي اهدافو په نښه کول دوام لري.
دا ځل د خیبر پښتونخوا درېیو سیاسي ګوندونو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره افغانستان کې پر ملکي سیمو د پاکستان هوايي بریدونو غندنه کړې او له دواړو خواو یې غوښتي چې روانې ترینګلتیاوې پای ته ورسوي.
دا اعلامیه د ملي ډیموکراټیک غورځنګ د مشر محسن داوړ، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر او د پاکستان د اپوزیسیون د ایتلاف د مشر محمود خان اڅکزي او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر او د پاکستان د پارلمان غړي خوشحال خان کاکړ له لوري لاسلیک شوې ده.
د سیاسي چارو کارپوهان وایي، پاکستان پوځي رژیم باید د افغانستان مقابل کې پر خپلې غلطې او له دښمنۍ ډکې پالیسۍ له سره غور وکړي او افغانستان سره خپلې شته ستونزې او کشالې د ډېپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د سیاسي چارو کارپوه شهزاده مسعود وايي: « پاکستان چې په زړه کې هرڅه لري، باید د خبرو او مذاکرې له لارې یې حل کړي. د افغانانو پالیسي تل همدا وه چې هرې ستونزې ته د تفاهم او مذاکرې له لارې حل پيدا کړي. زما په اند، پاکستان د سیمې نا امنه کولو ماموریت پر غاړه اخستی، خو زه فکر کوم چې زیان به یې تر بل هر هېواد همدوی ته ډېر ورسېږي. ښه خبره دا ده چې په سیمه کې دایمي ثبات وي او ستونزې د مذاکراتو له لارې هوارې شي.»
تر دې مخکې د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان بریدونه غندلي او د افغانستان ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا پر درناوي یې ټینګار کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې د چین بهرنیو چارو وزارت بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب هلو ځلو ته ملا تړلې او وايي. په دې موخه یې ځانګړي استازي سفرونه هم پیل کړي دي.
د سیاسي چارو کارپوهان له ملګرو ملتونو امنیت شورا غواړي چې د پاکستان د دغو سرغړونو او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوي لپاره پر پاکستان فشار راوړي.