Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/17

پښتون ملت پال سیاستوال او د پاکستان سنا مجلس پخوانی غړی وايي، افغانستان د بې پیلوټه الوتکو(ډرون) په کارولو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې بڼه بدله کړې او پاکستان ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی.

افراسیاب خټک ویلي، افغانستان د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره غواړي پوځي تقابل ته دوام ورکړي.

د نوموړي په خبره، افغانستان کې د پاکستان په بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړي شهیدان شوي او بې کوره شوي دي.

افراسیاب خټک زیاته کړې: « د افغانستان له خوا په پاکستان د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې بڼه بدله کړې او پاکستان ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی. په لومړیو کې جنګ یوازې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې متمرکز و، خو افغانستان اوس د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره پوځي تقابل ته دوام ورکوي.»

افراسیاب خټک دا څرګندونې داسې مهال کړې چې د ملي دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، افغان هوايي ځواکونو د پاکستان د وروستیو بریدونو په ځواب کې د اسلام اباد په فیض اباد او خیبر پښتونخواه په کوهاټ کې پوځي اهداف د بې پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه کړل.

ملي دفاع وزیر له دې وړاندې ویلي وو چې که د پاکستان پوځي رژیم کابل او یا د هېواد کوم بل ښار په نښه کړي، نو اسلام اباد به ارامه پاتی نه شي.  

په ورته مهال، شنونکي د پاکستان بمباریو ته ځواب ورکول د افغانستان حق بولي او وايي، د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره د پاکستان په زړه اسلام اباد کې اهداف په نښه کړي.  

دوی زیاتوي، د افغانستان ځواکونو د بې پیلوټه الوتکو په کارولو سره د پاکستان پوځي رژیم ته ستره ستونزه راولاړه کړې.

د سیاسي چارو شنونکی استاد مسعود وايي: « د هغو امکاناتو په کارولو سره چې افغانستان یې په واک کې لري او هغه ځواب چې افغانستان یې دوی ته ورکوي، پاکستان څه چې نورو ډېرو هېوادونو لپاره هم د حیرانتیا وړ دي. زه فکر کوم د افغانستان په اړه د پاکستان حرکتونه فوق العاده ظالمانه دي او که ځواب ورنه کړل شي، لا به ظالمانه شي.»

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الرحمن شمال وايي: « افغانستان هم له ځانه د دفاع په خاطر مجبور دی چې له خپلو شته وسلو څخه کار واخلي. که څه هم موږ پرمختللي توپونه، الوتکې او توغندي نه لرو، خو د هغو بې پيلوټه الوتکو په وسیله غاښ ماتوونکی ځواب ورکول کېږي چې د افغان ځواکونو له خوا جوړې شوې او د پاکستان تر زړه پورې رسېږي. دا وسیله اوس د پاکستان لپاره یوه لویه ننګونه ده.»

شنونکي دغه راز وايي، د جګړې دوام د هېڅ لوري په ګټه نه دی او د ستونزو حل ته سوله ییزې  او ډېپلوماټیکې لارې چارې باید ولټول شي.  

په ورته مهال، د سیمې ځینې هېوادونه هم هڅه کوي چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ روانه جګړه بنده او شته ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي.

د چین بهرنیو چارو وزارت په وینا، ځانګړي استازي یې په دې اړه هلې ځلې پیل کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې
افغانستان

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي
افغانستان

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ
افغانستان

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي
افغانستان

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي
افغانستان

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی
افغانستان

ملي دفاع وزارت وایي، افغان هوايي ځواک اسلام‌اباد کې پوځي مرکز په نښه کړی

مارچ 15, 2026

وروستي خبرونه

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist