د امریکامتحده ایالتو، اسراییلو او ایران له روانې جګړې سره هممهاله لاهم هېڅ لوری چمتو نه دی چې اوربند ته غاړه کېږي.
د امریکامتحده ایالتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي، چې لا تر اوسه پورې له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه دی.
ټرمپ له اېنبيسي نیوز سره په خبرو کې زیاته کړې چې ایران غواړي معامله وکړي، خو په خبره يې اوس مهال هوکړې ته چمتو نه دی.
ټرمپ څرګنده کړې:« له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یم. که څه هم هغوی غواړي یوه معامله وکړي، خو زه یې نهغواړم؛ ځکه چې شرایط لا تر اوسه هغومره ښه نه دي.»
که څه هم ټرمپ په ډاګه نه کړه، چې دا شرایط څه دي، خو ويلي يې دي، چې د ایران له خوا د اټومي وسلو ترلاسه کولو له هر ډول پلانونو تېرېدل به د احتمالي معاملې برخه وي.
ټرمپ په دې مرکه کې دا هم ويلي، ډېری هیوادونو ژمنه کړې چې د هرمز تنګي د امنیت په برخه کې به مرسته وکړي، خو د دغو هېوادونو نومونه یې په ډاګه نه کړل.
په ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یو ځل بیا ګواښ کړی، که د ایران پر تاسیساتو د امریکا متحده ایالتو او اسراییلو بریدونه دوام ولري، تهران به یې په ځواب کې په خليج هېوادونو کې د امریکايي کمپنیو تاسیسات په نښه کړي.
عراقچي زیاته کړې:«موږ د هرمز تنګی یوازې د دوښمن او د دوی شریکانو پر مخ تړلی او یو ځل بیا خبرداری ورکوو، که چېرته د ایران پر تاسیساتو د امریکا او اسراییلو بریدونه دوام وکړي، نو تهران به له کوم ځنډ پرته د امریکایي کمپنیو تاسیسات په نښه کړي.»
له دې مخکې ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې پر هرمز تنګي د ولکې ټينګولو لپاره شاوخوا ۲ زره امریکايي سرتېري منځني ختيځ ته لېږي.
بلخوا له تېرو څو ورځو راهیسې د نړیوالو رسنیو تر ټولو ګرم بحث بیا دا دی، چې ښایي دا جګړه پر یوې نړیوالې جګړې بدله شي.
د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي:« د امریکا متحده ایالتو او اسراییلو تجاوز پر ایران باندې نه یوازې دا چې ایران او سیمه یې ځپلې بلکې د نړۍ پر اقتصاد یې هم اغیز کړی دی. موږ پوهېږو چې د تېلو بیې لوړې شوې او د تېلو بیو له لوړوالي سره د ټولو نورو توکو بیې هم لوړېږي. دا ټولې نړۍ یو نوعه زیان رسول دي.»
بل خوا د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د تېر ۱۵ ورځني جګړهییز حالت پر مهال یې هم د ایران وګړو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي دي.
پزشکیان زیاته کړې، دوی به له جګړې وروسته په ایران کې ویجاړ شوي تاسیسات بېرته له سره په ښه شکل ورغوي.