د پاکستاني طالبانو تحریک(ټيټيپي) د پاکستان پوځ او حکومت پر وړاندې د «خیبر» په نوم پسرلنيو نظامي عملیاتو پيلولو اعلان وکړ.
د دې تحریک له خوا په خپره شوې اعلاميه کې ویل شوي، تېر الخندق عملیات يې بریالي وو او له دې وروسته به د خيبر عملياتو تر چتر لاندې، پر پاکستاني ځواکونو بریدونه لا چټک کړي.
شنونکي په پاکستان او تر کنټرول لاندې خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د هغو وسلهوالو ډلو شمېر متعدد بولي چې عملاً د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې جګړه کوي.
دوی د خيبر عملياتو اعلان ته په پام، په راتلونکي کې د پاکستان او خيبرپښتونخوا امنيتي وضعيت خورا نازک ارزوي او په دې باور دي چې د ياد نازک وضعيت په صورت کې به پاکستان په بشپړه توګه کورنۍ جګړې ته داخل شي.
د پوځي چارو شنونکی سرور نیازی وايي: « هلته یوازې ټيټيپي نه بلکې بلوڅ ازادي غوښتونکي دي، پښتانه مبارزین دي، سیاسي ګوندونه او نورې ډلې هم شته. باید واویم چې د پاکستان ټول ولس د نظامیانو له کړنو څخه ستړي شوی او ناراضي دی او د پاکستان له حکومت غواړي چې خلکو ته ازادي ورکړي. زما نظر دا دی چې د پاکستان نظامي اداره به ډېر ژر له منځه لاړه شي.»
یو شمېر نور شنونکي د تحريک طالبان پاکستان له لوري د خيبر عملياتو اعلان او د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې تر بېلابېلو نومونو لاندې د مختلفو ډلو جګړه د دې هېواد داخلي ستونزه بولي او زیاتوي چې پاکستان جنرالان او حکومت یې باید پړه پر نورو هېوادونو وا نه چوي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وایي: « دا چې ټيټيپي د خیبر په نوم نوي پسرلني عملیات اعلان کړي، دا د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او په موږ پورې هېڅ اړه نه لري. پاکستان یو جنایت کار هېواد دی او زموږ په هېواد کې یې نیمه پېړۍ ډېر جنایتونه ترسره کړي. ما تل دا خبره کړې چې پاکستان د ابر قدرت هېوادونو یوه پروژه ده او د هغوی ګټې خوندي کوي.»
باور دا دی چې اوس پاکستان د کرلې ترهګرۍ کښت رېبي او د خپلو هغو کړنو پایلې ګوري چې د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ناامنه کولو لپاره يې ترسره کړې دي.
د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « اصلي خبره دا ده چې سخت دريځې ډلې د پاکستان له خوا روزل شوې دي، حمایت یې شوی او انګیزه ورکړل شوې. اوس چې دوی خپله له دې ډلو سره لاس په ګرېوان دي، باید بیه یې هم پرې کړي.»
له دې وړاندې اسلاماباد د شخړو او امنيتي مطالعاتو انسټېټيوټ هم په خپل وروستي راپور کې منلې وه چې ۲۰۲۴ کال د امنيتي پېښو او په کې د اوښتې مرګ ژوبلې له امله د پاکستان لپاره خونړی کال و.
په دې راپور کې د پاکستان امنيتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کچه د وړم ۲۰۲۳ کال په پرتله څه باندې ۲۵ سلنه زياته ښودل شوې وه.