Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تورخم کې له جګړې اغېزمن شوي د جګړې درېدو غوښتنه کوي

تورخم کې له جګړې اغېزمن شوي د جګړې درېدو غوښتنه کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/03/10

ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو اوسېدونکي د افغان ځواکونو او پاکستان پوځي رژیم ترمنځ جګړو له امله د خپلو مېنو پرېښودلو ته اړ شوي. دوی د بېځایه کېدلو له سخت ژوند او په ناوړه حالت کې له اوسېدو شکایت او د روانې جګړې د بندېدو غوښتنه کوي.

د دې سیمو خلک وايي، د جګړې له بندېدو سره سم غواړي خپلو سیمو او کورونو ته ستانه شي او عادي ژوند پیل کړي.

د دوی په خبره، د افغان ځواکونو او پاکستان پوځي رژیم د ملېشو ترمنځ د جګړو له امله له سخت حالت سره مخامخ دي.  

د جګړو له امله بېځایه شوی دوست محمد وايي: « هېڅ پته لګي چې دا جګړه به تر کومې ادامه ولري. موږ د جګړې درېدل غواړو، ترڅو بېرته خپلو کورونو ته ستانه شو. تاسو وینئ درې تر څلور فامیله په یوه خېمه کې پراته یو، حتا دلته هم خطر شته دی. په دې جګړه کې عوامو ته ډېر تکلیف دی.»

بېځایه شوی سید اغا وايي: « موږ له ډېرو ستونزو او تکلیفونو سره مخ یو. له دواړو حکومتونو غواړو چې دا جنګ ودروي، ترڅو موږ خپلو سیمو ته ستانه شو.»

له بلې خوا، ملګرو ملتونو هم په خپل راپور کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړو له امله د ولسي خلکو پر زیانمن کېدو ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

د ملګرو ملتونو بشري مرستو همغږې کوونکې اداره(اوچا) وايي، په دې جګړو کې له ۶۰ زرو زیات کسان بې ځایه شوي او دا مهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

په ورته مهال، بې ځایه شوي خلک هم د مرستو غوښتنه کوي او وايي، ډاګونو کې تر خېمو لاندې ژوند تېروي.

د جګړو له امله بېځایه شوی صادق وايي: « له خپلو کورونو تش لاس را وتلي یو. دلته په خېمو کې پراته یو او هېڅ ډول امکاناتو ته لاسرسی نه لرو. موږ ډېر خفه یو.»

یوبل بېځایه شوی صدیق الله وايي: « موږ دلته یوه یوه خېمه کې اوسېږو، اوبه او خواړه نه شته.»

چارواکي بیا د هغو کورنیو د سروې خبر ورکوي چې په ننګرهار ولایت کې د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه سیمو بېځایه شوي. د دوی په خبره، له یو شمېر بېځایه شویو سره مرستې هم شوې دي.

د ننګرهار اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وايي: « له ۶۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته شوې او هرې کورنۍ ته څه باندې ۱۰ زره افغانۍ ورکړل شوې دي. همدارنګه موسسو، خیریه بنسټونو او دولت هم پرېکړه کړې چې له دغو خلکو سره تر هغو مرستې وکړي چې خپلو کورونو ته ستنېږي.»

ډیورڼد فرضي کرښې ته څېرمه د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ له یوې نیمې اوونۍ راهیسې جګړه روانه ده چې له امله یې ننګرهار، کونړ او نورستان کې زرګونه کورنۍ بې ځایه شوې دي.

وضعیت ته په کتو، که له دغو بې ځایه شویو خلکو سره پر وخت مرستې ونه شي، ممکن له ناوړه وضعیت سره مخامخ شي.  

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خیاطان او ټوکر پلورونکي وايي، د اختر له نږدې کېدو سره یې کاروبار پڅ روان دی
افغانستان

خیاطان او ټوکر پلورونکي وايي، د اختر له نږدې کېدو سره یې کاروبار پڅ روان دی

مارچ 10, 2026
متقي: پاکستاني جنرالانو د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی
افغانستان

متقي: پاکستاني جنرالانو د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی

مارچ 10, 2026
راستانه شوي: د جګړې له پیل سره ایران مېشت افغانان له سخت وضعیت سره مخ دي
افغانستان

راستانه شوي: د جګړې له پیل سره ایران مېشت افغانان له سخت وضعیت سره مخ دي

مارچ 9, 2026
ملګري ملتونه: ښځې په افغانستان کې رسمي عدالت ته لږ لاسرسی لري
افغانستان

ملګري ملتونه: ښځې په افغانستان کې رسمي عدالت ته لږ لاسرسی لري

مارچ 9, 2026
ترکیه: افغانستان کې سوله او ثبات د ترک توکمه هېوادونو لپاره اهمیت لري
افغانستان

ترکیه: افغانستان کې سوله او ثبات د ترک توکمه هېوادونو لپاره اهمیت لري

مارچ 9, 2026
د پوځي رژیم برید کې د تورخم ښارګوټي یو سوداګریز مارکېټ سوځېدلی
افغانستان

د پوځي رژیم برید کې د تورخم ښارګوټي یو سوداګریز مارکېټ سوځېدلی

مارچ 9, 2026

وروستي خبرونه

خیاطان او ټوکر پلورونکي وايي، د اختر له نږدې کېدو سره یې کاروبار پڅ روان دی

خیاطان او ټوکر پلورونکي وايي، د اختر له نږدې کېدو سره یې کاروبار پڅ روان دی

مارچ 10, 2026
تورخم کې له جګړې اغېزمن شوي د جګړې درېدو غوښتنه کوي

تورخم کې له جګړې اغېزمن شوي د جګړې درېدو غوښتنه کوي

مارچ 10, 2026
سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026
متقي: پاکستاني جنرالانو د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی

متقي: پاکستاني جنرالانو د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړی

مارچ 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist