ټاکل شوې په ننګرهار او پکتیکا کې د پاکستان پوځي رژیم له لوري د ملکیانو په نښه کولو او د هوايي بریدونو موضوع په ملګرو ملتونو کې راپورته او پرې بحث وشي.
بهرنیو چارو وزارت د دې سازمان د سیاسي مرستیالې روزمیري ډیکارلو له قوله ویلي، نوموړې له امیرخان متقي سره په ټیلفوني خبرو کې د ياد سازمان له غړیو سره د دې موضوع د شریکولو خبر ورکړی.
هغې دغه راز د پاکستان پوځي رژیم له لوري د ملکیانو هدف ګرځولو باندې خواشینې ښودلې ده.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل وايي: « په دې ټیلفوني مکالمه کې بهرنیو چارو وزیر وویل چې په یادو بریدونو کې هېڅکله داسې کوم وسلهوال نه دی وژل شوی چې پاکستانی لوری یې د شتون او په نښه کولو ادعا کوي او دا د پاکستان له لورې پر افغانستان تورونه بې بنسټه ثابتوي. بهرنيو چارو وزير زياته کړه چې په افغانستان کې وسلوالې ډلې شتون نه لري او د کور ډېپلوماټيک په شمول ټول اړخونه کولی شي د وروستي هوايي بريد ځای ته ورشي او وضيعت له نږدې وارزوي.»
همدارنګه بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو سره د روزمیري ډیکارلو له خولې لیکلي: « اغلې ډيکارلو په وروستي بريد کې د ملکيانو پر تلف کېدو باندې خپله ژوره غمرازي ښکاره کړه او ویې ويل، د هوايي بريدونو موضوع به د ملګرو ملتونو له غړیو هېوادونو او ټولو اړخونو سره راپورته کړي.»
د بهرنیو چارو وزیر له ډیکارلو سره د خبرو په لړ کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال په مکرر ډول د پاکستان په بریدونو کې د ملکي وګړو په نښه کولو په اړه اندېښنه ښودلې.
امیرخان متقي ویلي، په دې بریدونو کې د ملکیانو په نښه کېدل په افغانستان د وسلهوالو د موجودیت تورونه بې بنسټه ثابتوي.
پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم دغه تېری په کور دننه او بهر په شدید ډول وغندل شو او ګڼو خواوو د مقابل لوري د مسوول ګرځولو غوښتنه وکړه.
د چارو شنونکي د پاکستان تېری له ټولو نړیوالو اصولو او قوانینو سره په ټکر کې یادوي او په نړیواله سطحه یې د څېړلو غوښتنه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « که چېرې د پاکستان دغه ناروا تېری د نړیوالو ادارو له خوا بررسي شي، د افغانانو په ګټه او د پاکستان په زیان دی. پاکستان خپله د ترهګرۍ ځاله ده او له لوېديځو هېوادونو سره یې د سیمې نا امنه کولو قرارداد کړی.»
د پاکستان پوځي رژيم د روانې فبروري میاشتې په ۲۱مه او ۲۲مه د ننګرهار په بهسودو، غنيخېلو او خوږیاڼو ولسوالیو او د پکتیکا په برمل او ارګون ولسوالیو هوايي بریدونو کې ملکي کورونه او دیني مدرسه بمبار کړل چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۳۰ تنه ژوبل او شهیدان شول.