د غور ولایت سلطان غیاثالدین غوري هوايي ډګر کې د رنوې یا ځغاست لیکې بیارغولو چارې د ۸۶ میلیونه افغانیو په لګښت د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت له خوا پیل شوې.
په دې پروژه کې د ۸۲۰ مترو په اوږدوالي او ۳۰ مترو په پلنوالي د الوتکو کېناستلو او الوتلو رنوې یا ځغاست لیکې بیارغول، کرک فلینډ، کرک سلینډ، رمپ او یو کانال جوړولو چارې شامل دي.
د دې پروژې لګښت د مالیې وزارت له بودیجې ورکول کېږي او تمه ده چې تر راتلونکي یوه کاله یې چارې بشپړې شي.
د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د زېربناوو پلانولو او پراختیا رییس رستم حفیظ یار وايي: « د دې پروژې ۸۸ میلیونه افغانۍ بویجه د اسلامي امارت د مالیې وزارت له خوا ورکول کېږي. په دې پروژه کې د ۸۲۰ مترو په اوږدوالي او د ۳۰ مترو په پلنوالي رنوې جوړېږي. همدارنګه د کرک فلینډ، کرک سلینډ، رمپ ترمیمات او د ټکس وې او یوه کانال جوړول هم په دې پروژه کې شامل دي چې د یوه کال په اوږدو کې به یې چارې بشپړې شي.»
د غور ولایت اوسېدونکي د هوايي ډګر له بیارغولو هرکلی کوي او وايي، د هوايي ډګر په بیارغولو سره به یې د هوايي سفرونو په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.
دوی وړاندې له حکومته د غور ولایت د سړکونو او له نورو ولایتونو سره نښلوونکو لویو لارو د بیارغولو غوښتنه هم کوي.
د غور علماوو شورا مرستیال فضل الرب جهاني وايي: « موږ خورا جدي اړتیا لرو چې زموږ د سړکونو رغونه هم په پام کې ونیول شي. په دې اړه د ځانګړې پاملرنې غوښتنه کوو.»
د غور اوسېدونکی سید هادي وايي: « د هوايي ډګر د ځغاست کرښې رغول به زموږ د خلکو ډېرې ستونزې هوارې کړي. د مثال په توګه، په بېړنیو حالاتو کې د ناروغانو لېږدول او د ځمکنیو لارو بندېدو په صورت کې د مسافرو لېږدول به اسانه شي.»
د غور اوسېدونکی رحمت الله امیني وايي: « د هوايي ډګر رغول کولی شي د غور خلکو ۵۰ سلنه ستونزې حل کړي. د اسلامي امارت له مشرانو د دې کار لپاره مننه کوو، خو هیله لرو زموږ د لویو لارو لکه غور – هرات او غور – کابل لویو لارو رغولو ته هم پاملرنه وکړي، ترڅو د غور خلک هم آرام سفر ولري.»
غور کې د سلطان غیاث الدین غوري هوایي ډګر د لومړي ځل لپاره په ۱۳۴۶ لمریز کال جوړ شو. په ۱۳۹۰ لمریز کال یې د ۲۰۰ مترو په اوږدوالي ځغاست لیکه اسفالټ شوه، خو د رنوې د تخنیکي ستونزو له امله د اوږدې مودې لپاره ملکي الوتنې ځنډېدلې وې او له امله یې د غور اوسېدونکي د هوايي سفر له امکاناتو بې برخې وو.