د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو خرابېدو پاکستان کې د افغان کډوالو پر ژوند سیوری غوړولی او دې هېواد کې د هرې ورځې په تېرېدو سره د افغان کډوالو وضعیت لا پسې خرابېږي.
بل پلو د پاکستان پولیسو ویلي دي، چې په تېرو څلورو ورځو کې د افغان کډوالو او هغو کسانو پر ضد څلور قضیې ثبت شوې، چې افغانانو ته یې کورونه په کرایه ورکړي وو.
پولیسو په بېلابېلو سیمو کې لارې تړلې او پوستې یی جوړی کړي، تر څو د خلکو اسناد په دقیقه توګه وڅیړي.
په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د جبري ایستلو بهیر او پرلهپسې نیونو له دوامه شکایت او خپل وضعیت ته د جدي پاملرنې غوښتنه کوي، دوی له پاکستانه هم غواړي چې افغان کډوالو ته مهلت ورکړي څو په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شي.
پاکستان کې افغان کډوال، ملک مجاهد شینواری وایي: « پر افغان کډوالو پرته له هر ډول ثبوت نه فشار راوړل کېږي او پر وړاندې یې متفاوته لړۍ دوام لري. افغان مهاجرین له هر هېواد نه راټولیږي او بیرته افغانستان ته استول کېږي.»
بل لور ته په ایران کې مېشت افغان کډوال هم د پولیسو له بد چلند شکایتونه کوي او وایي د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ چټکه شوې. دوی له حکومت او د کډوالو نړیوالو سازمانونو غواړي، چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
په ایران کې د افغان کډوالو مدافع، محمد خان طالبي په دې اړه وایي: « د افغان کډوالو پر وړاندې دا ډول چلند د هر ډول بشري او قضایي حقوقو سره په تضاد کې دی. په نورو هېوادونو کې له مېشتو افغانانو سره باید د کډوالۍ او ټولنیزو اصولو مطابق چلند وشي. »
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد یوه اونۍ مخکې شمشاد سره ځانګړې مرکه کې ویلي وو، چې د افغان کډوالو ستونزې یې له ګاونډیو هېوادونو سره شریکې کړې دي او هغوی ډاډ ورکړی، چې نور به به په خپلو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال نه ځوروي.
مجاهد له پاکستان غوښتنه کړې، چې د کډوالۍ مسئله دې د سیاسي فشار په توګه نه کاروي او له افغان کډوالو سره دې د نړیوالو اصولو پر بنسټ چلند وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي: « موږ له پاکستان سره سفارتي اړیکې لرو دا ستونزي مو تل هغوي ته رسولي دي هغوي هم کله کله په ستونزو کې همکاري کړی ده د کورنيو چارو وزارت هم اقدامات کړي په عموم کي دومره مهاجر چي چیرته اوسي نو طبیعي ده چې ستونزۍ به خامخا وي خو بیا زموږ غوښتنه دا ده چې د مهاجرینو موضوع د تجارتي موضوع باندي د فشارعالۍ په توګه ګټه پورته نه شي.»
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تازه خپاره کړي راپور کې ویلي وو، چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې تر اوسه شاوخوا ۵.۴ میلیون افغانان له ګاونډیو هېوادونو خپل هېواد ته په خپله خوښه او یا هم په جبري توګه راستانه کړل شوي دي.
یادې ادارې دا هم ويلي، چې په ورځنۍ توګه د زرګونو کسانو راستنېدو د مرستو رسولو بهیر سخت کړی او په دې برخه کې يې موجوده ظرفیتونه تر پوښتنې لاندې راوستلي دي.
ملګرو ملتونو له ګاونډيو هېوادونو د راستنو شویو افغانانو ملاتړ لپاره د ۲۱۶ میلیون ډالرو بېړنۍ مرستې غوښتنه کړې وه؛ خو په خبره يې تر اوسه د يادې اندازې مرستې يوازې ۸ سلنه ترلاسه شوې ده.












