د کورنیو چارو وزیر پلازمینه کابل کې د پولیسو یوې فراغتغونډې ته د خبرو پر مهال د افغانستان امنیت او ناامني د سیمې او نړۍ له امنیت او بېثباتۍ سره تړلې مسئله بللې.
سراجالدین حقاني پر نړۍ غږ کړی، چې افغانستان کې موجوده ثبات او ټیکاو، په لاس ورغلی ښه فرصت وګڼي او داسې تګلارې غوره کړي، چې په دلته له امنیت سره لا زیاته مرسته وکړي.
د کورنیو چارو وزیر، سراجالدین حقاني وایي: « موږ په تکرار دا خبره کړې چې د افغانستان امن د سیمې او نړۍ امن دی او د سیمي ناامني د ټولۍ نړۍ نا امني ده. باید زموږ ګاونډیان او نړیوال د افغانستان اهمیت ته په کتو سره داسې تګلارې او پالیسۍ غوره کړي چې په افغانستان کي له شته امن او ثبات سره مرسته وکړي.»
نوموړي د هېواد په امنیتي برخه کې پر زدکړو او روزنې ټینګار کړی او د دندې پرمهال یې ښه اخلاق د امنیتي پولیسو ځانګړتیا بللې.
د کورنیو چارو وزیر همدا راز؛ پولیس د نظام د امنیتي برخې استازي بللي او له هغوی یې غوښتي چې پر خپلو ناسمو کړنو د نظام پر لمنې تور داغ ونهلګوي او د پېغور سبب نه شي.
د کورنیو چارو وزیر، سراجالدین حقاني وایي: « پولیس باید دې ته متوجه وي چې شخصا دلته د ځان د مطرح کولو په ځای، دوي ټول فکر او سوچ د نظام ارزښتونو ته ورکړي او خپله ستړیا او اهلیت د نظام د لا ښهوالي لپاره وکاروي. که کله هم خدای مهکړه؛ یوه کوچنۍ تېروتنه په نظام کې رامنځته کېږي؛ ته خو به له صحنې څخه ووځي؛ خو دا لوی او عظیم نظام به داغداره شي او خلک به هغه تېروتنه موږ ته د پېغور په ډول باندې مخکې مخکې کوي.»
د چارو شنونکي هم په افغانستان کې اوسنی امنیت نه یوازې د افغانستان؛ بلکې نړۍ لپاره ښه فرصت ګڼي او له اوسني حکومت سره د نړیوال تعامل او اړیکو پیاوړتیا غوښتنه کوي.
د سیاسي چارو شنونکی خلیلاحمد نادم وایي:« له غوره امنیتي وضعیت سره سره اوسني نظام د نشهیي توکو د کښت، قاچاق او کارونې پر وړاندې ګړندۍ او ګټوره مبارزه کړي ده. د مخدره توکو د کښت کچه یي صفر ته رسولې او په افغانستان کې یي امنیت تامین کړی دی.»
د کورنیو چارو وزیر دغه راز ویلي، اسلامي امارت د راغلي امنیت او د روزل شویو پولیسو پر مټ په هېواد کې د نشهيي توکو کښت صفر ته راټیټ کړی دی او د جنايي جرمونو د مخنیوي په برخه کې یې هم د پاموړ لاستهراوړنې لرلې دي.












