Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ملګري ملتونه: د پاکستان حکومت افغان کډوال له اساسي حقونو بې برخې کړي

ملګري ملتونه: د پاکستان حکومت افغان کډوال له اساسي حقونو بې برخې کړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/02/10

د پاکستان له لوري په خپله خاوره او خيبرپښتونخوا کې له افغانانو سره د روان زور زیاتي په دوام، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (یو.اېن.اېچ.سي.آر) موندلې چې د پاکستان پر خاوره او خیبرپښتونخوا مېشت افغانان هلته له خپلو حقه او اساسي حقونو بې برخې کړای شوي دي.

د يادو موندنو له مخې، د ملګرو ملتونو يادې ادارې دا هم ويلي چې حقونو ته له لاسرسي نه لرلو سربېره، افغان کډوال له سختو امنيتي او ټولنيزو ستونزو سره هم مخ دي.

د پاکستان لپاره د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ استازې فیلیپاکېنډلر وايي: « په پاکستان کې افغان کډوال خپلو بنسټیزو حقوقو ته لاسرسی نه لري. دوی په دې هېواد کې له امنیتي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي. د دوی له حقونو ملاتړ او د انساني کرامت ساتل یې مهم دي. ملګري ملتونه له خپلو شریکانو سره په همکارۍ د دوی د حقونو خوندي کولو هڅه کوي.»

په پاکستان او خيبرپښتونخوا کې مېشت افغان کډوال وايي، د پاکستان حکومت ورسره ناسم چلن کوي او په دې ساړه ژمي کې يې د دوی جبري ایستلو لړۍ لا چټکه کړې ده.

دوی د کډوالو او بشري حقونو له مدافع نړیوالو بنسټونو غواړي چې ستونزې یې حل کړي او  پاکستان ورسره له ناسم چلن را وګرځوي.

پاکستان مېشت افغان کډوال مجاهد شینواری وايي: « پاکستان افغان مهاجرینو ته په خپله خوښه ځای ورکړی او دا یې منلې وه چې په زور به یې نه وباسي. د افغان کډوالو په زور شړل له نړیوالو اصولو او بشري حقونو سرغړونه ده. موږ له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه کوو چې د پاکستان د زور زیاتي مخنیوی وکړي او د افغان کډوالو غم وخوري.»

بله خوا، ځينو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دا هېواد غواړي هغه ۱۹ زره ۹۷۳  افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړي چې امریکا ته د تګ په تمه پاکستان کې مېشت دي.

د دې راپورونو له مخې، د پاکستان کورنیو چارو وزارت د ياد شمېر افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه ټولو ایالتي حکومتونو ته د لیکونو په استولو سره سپارښتنې هم کړې دي.

څارونکي بیا وايي، پاکستان تل د افغانانو پر وړاندې دوه مخی چلن کړی او د دوی له ناسمو سیاستونو افغان کډوال هم خوندي نه دي پاتې.

د سیاسي چارو شنونکی کمال ناصر اصولي وايي: « پاکستان تل له افغانانو سره دوه مخی چلن کړی. د دوی له ظالمانه سیاستونو افغان کډوال هم نه دي خوندي. دوی هلته مېشت کډوال وهلي، رټلي او بندیان کړي دي. پاکستان تل د کډوالۍ اصول نقض کړي، له بشري حقونو یې سرغړونه کړې او له افغان مهاجرینو سره ظالمانه چلن لري.»

له ۲۰۲۳ کال راهیسې پاکستان په دې هېواد او خيبرپښتونخوا کې د مېشتو افغان کډوالو د جبري اخراج لړۍ پیل کړه. د اخراج پرمهال يې پانګې ترې ګرځولې دي او ان د خپل کور وسایلو راوړلو ته یې هم نه دي پرېښي. له افغان کډوالو سره د پاکستان دا چلن د سیمې او نړۍ په کچه غندل شوی هم دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امربالمعروف وزارت له بشري حقونو د سرغړوونو په تړاو د یوناما وروستی راپور رد کړ
افغانستان

امربالمعروف وزارت له بشري حقونو د سرغړوونو په تړاو د یوناما وروستی راپور رد کړ

فبروري 10, 2026
د کابل ښار اسمايي غره اوسېدونکي د ژوند له سختیو شکایت کوي
افغانستان

د کابل ښار اسمايي غره اوسېدونکي د ژوند له سختیو شکایت کوي

فبروري 10, 2026
تهران کې په ۱۴۰۵ لمریزکال د افغانستان او ایران د سرحدي همکاریو غونډه جوړېږي
افغانستان

تهران کې په ۱۴۰۵ لمریزکال د افغانستان او ایران د سرحدي همکاریو غونډه جوړېږي

فبروري 10, 2026
خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول
افغانستان

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

فبروري 9, 2026
خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو
افغانستان

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

فبروري 9, 2026
ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

فبروري 9, 2026

وروستي خبرونه

امربالمعروف وزارت له بشري حقونو د سرغړوونو په تړاو د یوناما وروستی راپور رد کړ

امربالمعروف وزارت له بشري حقونو د سرغړوونو په تړاو د یوناما وروستی راپور رد کړ

فبروري 10, 2026
ملګري ملتونه: د پاکستان حکومت افغان کډوال له اساسي حقونو بې برخې کړي

ملګري ملتونه: د پاکستان حکومت افغان کډوال له اساسي حقونو بې برخې کړي

فبروري 10, 2026
د کابل ښار اسمايي غره اوسېدونکي د ژوند له سختیو شکایت کوي

د کابل ښار اسمايي غره اوسېدونکي د ژوند له سختیو شکایت کوي

فبروري 10, 2026
د ایران او امریکا مذاکرات؛ ایراني چارواکي وايي درناوي ته درناوی کوي، خو د زور ژبه نه مني

د ایران او امریکا مذاکرات؛ ایراني چارواکي وايي درناوي ته درناوی کوي، خو د زور ژبه نه مني

فبروري 10, 2026
تهران کې په ۱۴۰۵ لمریزکال د افغانستان او ایران د سرحدي همکاریو غونډه جوړېږي

تهران کې په ۱۴۰۵ لمریزکال د افغانستان او ایران د سرحدي همکاریو غونډه جوړېږي

فبروري 10, 2026
د پاکستان پر حکومت د فضل الرحمن نیوکه؛ له افغانستانه یو انار نه شي را تېرېدلی، نو ترهګر څنګه را تېرېږي

د پاکستان پر حکومت د فضل الرحمن نیوکه؛ له افغانستانه یو انار نه شي را تېرېدلی، نو ترهګر څنګه را تېرېږي

فبروري 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist