امريکا او لوېدیځو هېوادونو د ایران اټومي پروګرام د محدودولو لپاره په ۲۰۱۵ زېږدیز کال له تهران سره هوکړه وکړه، خو په ۲۰۱۸ کال امریکا له یادې هوکړې په شا شوه.
دغې پرېکړې د ایران اټومي تاسیساتو په اړه د واشنګټن دریځ بشپړ بدل کړ او د هغه مهال ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر ایران اقتصادي فشارونه لا زيات کړل.
د واشنګټن او تهران ترمنځ د ايران اټومي پروګرام محدودولو لپاره وړاندې ۵ پړاوه مذاکرات شوي او وروستی یا ۶م پړاو يې د روانې فبروري په ۶مه نېټه د عمان په کوربهتوب ترسره شو.
د ایران ولسمشر وروستيو مذاکراتو ته په اشارې، ياد پړاو په مذاکراتو کې د پرمختګ پیلامه بللې او د خپلو اټومي تاسیساتو په اړه يې نړیوالو نورمونو ته د لومړیتوب ورکولو ژمنه کړې.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي: « د ایران او امریکا ترمنځ خبرې چې په سیمه کې د دوست هېوادونو په هڅو ترسره شوې، د وړاندې تګ لپاره یو ګام دی. د خبرو اترو له لارې د ستونزو حل زموږ تګلاره ده. د اټومي تاسیساتو په اړه زموږ دریځ د هغه منطق پر بنسټ دی چې د دې تاسیساتو د محدودیت په تړاو په نړیوالو قوانینو کې درج دي. د ایران ملت د درناوي پر وړاندی درناوی کوي، خو د زور ژبه نه مني.»
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، په دې هېواد کې تازه د سياسي اصلاحاتو څلور غوښتونکي نيول شوي او د ايران حکومت یې دليل د سیاسي او ټولنیز نظم ګډوډول ياد کړي.
په راپورونو کې د حکومت له خولې دا هم ويل شوي چې يادو کسانو د امریکا او اسراییلو په ملاتړ په ايران کې د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي رامنځته کولو هڅې کولې.
د ایران فارس خبري اژانس په دې اړه یوه راپور کې ویلي: « دغو کسانو ملي یووالي ته زیان رساوه، د اساسي قانون پر وړاندې یې دریځ نیولی و، د دښمن له تبلیغاتو سره همغږي وو، بې نظمیو ته يې سیاسي فعالیت کاوه او د ګډوډیو مکانېزمونه یې جوړول.»
په عمان کې د ایران او امریکا ترمنځ له مذاکراتو وروسته امریکايي استازو په عمان خليج کې د هغې امريکايي بېړۍ ليدنه کړې چې پر ایران د احتمالي بریدونو لپاره دې سیمه ته لېږل شوې ده. په ورته مهال د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د خپلو ځواکونو اړوند سمندري بېړۍ ليدلې دي.
بله خوا، اورشلیم پوسټ ورځ پاڼې د سرچینو په حواله راپور ورکړی چې اسراییلي چارواکو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته خبرداری ورکړی چې د واشنګټن له قاطع دریځ پرته به په یوازې توګه پر ایران د بریدونو پرېکړه وکړي.
په راپور کې راغلي، دغه پرېکړه به وروسته له هغې عملي شي چې ایران د بالیسټیک توغندیو په برخه کې وړاندیز شوي محدودیتونه ونه مني.
اورشلیم پوسټ ورځپاڼې لیکلي: « امریکا ته مو ویلي چې موږ به هغه مهال پر ایران په یوازې توګه برید وکړو چې دا هېواد د بالیسټيک توغندیو په برخه کې له ټاکل شویو سرو کرښو تېر شي.»
د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په تازه څرګندونو کې دا هم ویلي چې د امریکا له خوا د اټومي پروګرام د صفر کولو له غوښتنې سره موافقه نه لري او دغه راز د توغندیو په اړه د واشنګټن او یا بل کوم لوري هېڅ شرط ورته د منلو نه دی او نه یې د مذاکراتو په اجنډا کې شاملوي. خو امریکا پر یادو غوښتنو سربېره د یو لړ نورو مسایلو په اړه د تهران د مثبت ځواب غوښتنه کړې.