Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2026/01/28

عامې روغتیا وزارت په میندو او ماشومانو کې د جدي یا حادې خوارځواکۍ د مخنيوي او درملنې په موخه د عملي لارښود تر سرلیک لاندې پلان جوړ کړی چې له مخې به يې د درملنې ترڅنګ، په لرې پرتو سېمو کې خلکو ته د خوارځواکۍ په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شي.

چارواکي له دې امله پر وخت د خوارځواکۍ پر تشخيص او درملنې ټينګار کوي او خبرداری ورکوي چې که په دې اړه بې پروايي وشي، ښايي په خوارځواکۍ اخته کسان ژوند له لاسه ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معين عبدالولي حقاني وايي: « وزارت ژمنه کوي چې دا لارښود به یوازې د مرکز تر کچې محدود پاتې نه شی بلکې په عملي بڼه به یې د هېواد ټولو لرې پرتو سیمو ته ورسوي. زموږ موخه دا ده چې هر روغتیايي مرکز او روغتیايي کارکوونکی او هره ټولنه د خوارځواکۍ د مخنیوي او مدیریت په برخه کې روښانه لار ولري.»

چارواکي اوس مهال په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر ۳.۷ ميليون تنه يادوي او وايي، له ډلې يې يو ميليون په جدي او پاتې ۲.۷ ميليونه يې د منځنۍ کچې په خوار ځواکۍ اخته دي.

د دوی په خبره، له ماشومانو سربېره ۱.۲ ميليونه ښځې او په ځانګړي ډول میندې هم له خوارځواکۍ ځورېږي. د عامې روغتیا وزارت چارواکي دغه راز وايي، په دې ناروغۍ د  اخته کسانو درملنې لپاره جدي هڅې روانې دي.

د عامې روغتیا وزارت د تغذيې ریيس حکمت‌الله معصومي وايي: « د خوراځواکۍ د شمېرو په اړه باید ووایم چې تقریبا ً ۳.۷ میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي چې له ډلې یې یو میلیون په شدیده خوارځواکۍ اخته دي او ۲.۷ میلیونه منځنۍ خوارځواکۍ اخته دي. همدارنګه د ۷۰ زره تنو په شاوخوا کې هغه ماشومان دي چې له منځني حد خوارځواکۍ څخه شدیدې یا حادې خوارځواکۍ خواته روان دي.»

ملګري ملتونه بيا د مرستې او لاسنیوي ډاډ ورکوي او وايي، په خوارځواکۍ اخته افغان ماشومان او ميندې يوازې نه پرېږدي او په درملنه کې به يې پوره همکاري کوي.

په افغانستان کې د يونیسف استازی تاج‌الدين اويلا وايي: « موږ ټول په ګډه هڅه کوو چې په افغانستان کې د وګړو په ځانګړي ډول د خوارځواکو ماشومانو لاسنیوی وکړو. موږ په دې برخه کې په ګډه او په پوره همکارۍ سره مخته روان یو او دا څه د ځان لپاره ویاړ ګڼو چې په افغانستان کې دننه د ماشومانو ژوند او راتلونکي په اړه کار کوو. موږ په دې برخه کې د افغانستان له عامې روغتیا وزارت هم مننه کوو چې زموږ ژمنو او همکاریو ته یې د عمل زمینه برابره کړې ده.»

عامې روغتيا وزارت که څه هم په خوارځواکۍ د اخته کسانو په درملنه کې له خپلو ټولو امکاناتو د کټه اخستنې ډاډ ورکوي، ترڅنګ  يې له نړيوال مرستندويانو هم غواړي چې په دې برخه کې دې له افغانستان سره بشپړه همکاري وکړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist