د کابل او اسلاماباد ترمنځ په قطر، ترکیه او عربستان کې د څلور پړاوه مذاکراتو له ترسره کېدو سربېره، د پاکستان ځان غوښتنې له امله د دواړو لوريو ترمنځ نږدې څلور مياشتنی جنجال نه دی ختم شوی.
اوس په خپله دې هېواد کې د حکومت سياسي مخالف لوري د ياد جنجال د حل غوښتنه کړې او پر حکومت یې غږ کړی چې د يادې لانجې د حل لپاره دې ملګرو ملتونو ته د سيمې هېوادونو د يوې ګډې ناستې رابللو وړانديز وکړي.
د اپوزیسيون مشر ويلي، باید د ملګرو ملتونو تر چتر لاندې د ورته يوې ناستې په جريان کې د دواړو هېوادونو د ستونزې عوامل د يوه داسې بحث په نتيجه کې وڅېړل شي چې د پايلو تضمين يې د ياد سازمان د امنيت شورا غړي وکړي.
د پاکستان حکومت اپوزیسيون مشر محمود خان اڅکزي ویلي: « پر حکومت غږ کوم چې له ملګرو ملتونو وغواړي، ترڅو د ګاونډیو هېوادونو په ګډون داسې یوه ناسته جوړه کړي چې په کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر اندېښنو او ستونزو بحث وشي. په دې ناسته کې دې شواهد وړاندې شي چې مسايل په کې حل او وروستۍ پرېکړه دې وشي او د امنیت شورا غړي هېوادونه دې ضمانت کوونکو په توګه وټاکل شي.»
شنونکي هم په پاکستان کې د اپوزیسيون وړانديز معقول ګڼي، خو تېر ته په کتو پر پاکستان بې باوره دي او غوښتنه کوي چې د ستونزو اساسي حل لپاره دې دا هېواد د افغانستان پر وړاندې خپلې پالېیسۍ مثبت لوري ته بدلې کړي.
د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « پر ګاونډیو هېوادونو پاکستان او ایران باندې باور کول لویه تېروتنه ده. دا ځکه چې دا دواړه هېوادونه تجربه شوي او زموږ هېواد یې له ګڼو ناروا بدبختیو سره مخ کړی او جنایتونه یې تر نن ورځې ادامه لري.»
تراوسه اسلاماباد د اپوزیسيون دې غوښتنې ته ځواب نه دی ويلی، خو وړاندې د قطر، ترکيې او سعودي عربستان په منځګړيتوب د کابل او اسلاماباد ترمنځ مذاکرات د پاکستان پلاوي د ځان غوښتنې له امله بې پايلې وو.
شنونکي پاکستان ته ګوته نیسي چې تل يې د خپلو لنډمهالو کټو په خاطر پالیسۍ بدلې کړې او ان تر دې چې په خيبرپښتونخوا او قبايلي سیمو کې یې له نړيوالو د فنډ ترلاسه کولو لپاره د ناامنۍ په پلمه پښتانه ملتپال په نښه کړي دي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیبالرحمن شمال وايي: « پر یو بل تېری او جګړې نه د افغانستان په ګټه دي او نه د پاکستان بلکې د نیابتي جګړو او دغه راز د سیمې د سولې او ثبات اغېزمنېدو سبب کېږي، نو له همدې امله د سوله ییزو خبرو او همکارۍ لپاره د محمود خان اڅکزي په ګډون یو شمېر مشرانو د یوې سیمه ییزې غونډې غوښتنه کړې ده.»
د نړیوالو اړیکو شنونکی ابوالحسن صالحي وايي: « د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ستونزو هوارولو لپاره د اڅکزي وړانديز تر ټولو ښه انتخاب دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې باید د نړیوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو په منځنګړیتوب حل شي.»
له دې وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظوراحمد پښتین ویلي و چې د پاکستان پوځ ته د پښتنو د وینو تويول عادي چاره ګرځېدلې او دغه څه يې د پوځ سوداګري بللې وه. هغه له پښتنو غوښتي چې ورسره د پاکستان پوځ له لوري کېدونکی ظلم دې نه زغمي.