د هر بهرني ګواښ پر وړاندې د هېواد له دفاع بیا د لوبو په ډګر کې تر اتلولۍ!
د روشن مخابراتي شبکې په مالي ملاتړ د فوټبال فډراسیون له لوري د کابل فوټبال غوره لیګ سیالۍ چې دوې میاشتې وړاندې د لویانو او تنیکو ځوانانو په دوو جلا کټه ګوریو کې د ۱۸لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې، د لویانو په کټه ګورۍ کې یې د اتلولۍ جام د ملي دفاع وزارت اړوند لوبډلې په خپل نوم کړ.
مسوولان د دې سیالیو موخه د ورزش ودې او د ځوانانو سالمې بوختیا ترڅنګ، د فوټبال په ورزشي څانګه کې د غوره څېرو پېژندنه ګڼي.
د کابل فوټبال غوره لیګ رییس محمد ظاهر حلیمي وايي: « دا یوازې د ورزش اداره ده چې بریالۍ شوه په دې دوره کې له آسیا او نړۍ څخه هېواد ته مډالونه راوړي. د دې لامل د هېواد د جګ پوړو ورزشي مدیرانو پشت کار او ملاتړ دی. د غوره لیګ فډراسیون داسې امکانات چمتو کوي چې ټول وکولی شي په راتلونکي کې خپل ځای او لیدلوری وویني او په پای کې د ټولو د خوښۍ سبب شي.»
روشن مخابراتي شبکې مسوولان د فوټبال ترڅنګ د کرېکټ، پهلوانۍ، وزلوبې او نورو ورزشي څانګو کې د ملاتړ او اسانتیاوو برابرولو ژمنه کوي.
د روشن مخابراتي شبکې د اړیکو او بازار موندنې مرستیال عبدالعزیز نیازی وايي: « زموږ په اند، ورزش نه یوازې د روغ بدن او روغ فکر سبب کېږي بلکې د ملي یوالي لپاره هم بې ساري فرصتونه رامنځته کوي. روشن مخابراتي شرکت په کابل، کندهار، ننګرهار، کاپیسا، کندز او نورو ولایتونو کې د بېلابېلو ورزشي څانګو لوبې سپانسر کړې دي او په دې سره د ورزش او ورزشکارانو ملاتړ کړی.»
د ملي دفاع وزارت اړوند فوټبال لوبغاړي بیا د کابل غوره لیګ د سږني پړاو سیالیو د لویانو په کټه ګورۍ کې له پرله پسې ۸ بریاوو سره، د اتلولۍ پر ګټلو د خوښۍ ترڅنګ، د فوټبال فډراسیون او اړوند مسوولانو له ملاتړ هرکلی کوي.
د ملي دفاع وزارت د فوټبال لوبغاړی عبدالطیف وايي: « ښکاره خبره ده چې اتلولي د خوښۍ احساس لري او دغه احساس سبب کېږي چې موږ نور هم پر ځان او ورزش کار وکړو. موږ هڅه کوو له کابل څخه د اتلانو لیګ کې د یوه غوره ټیم استازیتوب وکړو.»
په دې لیګ کې د تنکیو ځوانانو کټه ګورۍ اتلولي بیا د توحید افغان لوبډلې په خپل نوم کړه.
لوبغاړي یې خوښي ښیي چې ویې کولی شول د ۹ لوبډلو ترمنځ دا پیل شوې سیالۍ په خپله اتلولۍ پای ته ورسوي. دوی دا اتلولي په ورزشي څانګه کې د پرمختګ لپاره لویه لاسته راوړنه او فرصت ګڼي.
د فوټبال یو تن لوبغاړی وايي: « د ټیم ټولو لوبغاړو هڅه وکړه، ترڅو موږ دغه اتلولي وګټو. زه تمه لرم چې له دې وروسته هم زموږ ټیم ښه وځلېږي.»
د فوټبال یو بل لوبغاړی وايي: « د قهرمانۍ ګټل ډېر ښه احساس دی او هرڅوک یې باید یوځل وڅکي؛ خو د اتلولۍ ګټل دومره اسانه هم نه دي بلکې سخت کار او د ټیم په کچه زحمت ته اړتیا لري.»
یو شمېر لوبغاړي چې په دې ليګ کې يې ګډون درلود، د ورزش په برخه کې له حکومت او ورزشي ادارو د لا زیاتو اسانتیاوو غوښتنه کوي.
یو تن لوبغاړی وايي: « لکه څرنګه چې دفاع وزارت خپل ټیم لري یا د نورو ټیمونو ملاتړ کوي، نور وزارتونه هم باید د ځوانانو لپاره د سپورټ یوه برخه ولري؛ ځکه ځوانان ملاتړ ته اړتیا لري.»
یوبل لوبغاړی وايي: « زموږ اکثریت ځوانان د کمزوري اقتصاد له امله نه شي کولی لوبې وکړي. زه له دولت غوښتنه کوم چې د ځوانانو ملاتړ وکړي او فرصت ورته برابر کړي چې لوبې وکړي او خپل استعدادونه څرګند کړي.
د یادونې وړ ده چې کابل فوټبال غوره لیګ د فوټبال ودې، غوره څېرو پېژندلو او ځوانانو ته د سالمې بوختیا په موخه د روان کال په لړم یا عقرب میاشت کې د لویانو او تنکیو ځوانانو د ۱۸ لوبډلو ترمنځ په دوو کټه ګوريو کې پیل شوې وې.
دا لوبې دوشنبه د یو لړ ځانګړو مراسمو په لړ کې د فوټبال فډراسیون او المپیک ملي ادارې د چارواکو له لوري اتلو لوبډلو ته د مډالونو په ورکولو سره پای ته ورسېدې.