د افغانستان کرکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام او له وېسټ اندیز سره د سیالیو لړۍ لوبولو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
په اعلان شوې لوبډله کې د تېر نړیوال جام باتجربه لوبغاړو ترڅنګ، نوي نومونه هم تر سترګو کېږي.
په نویو لوبغاړو کې شهیدالله کمال او تېز توپ اچونکی عبدالله احمدزی شامل دي.
د کرکټ بورډ چارواکي وایي، د لوبډلې په انتخاب کې یې خوراغور کړی او غواړي چې نړیوال جام سیالیو ته په لوړ مورال ورشي.
د افغانستان کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې مشر احمدشاه وايي: « دا د نړیوال جام لوبې دي او موږ کوشش کوو دغو لوبو ته په لوړ مورال ورشو. موږ به لوبډله کې تکړه او ځوان لوبغاړي انتخاب کړي او هغه لوبغاړي انتخاب شوي چې په سریزونو کې ښه ولوبېدل.»
د کرېکټ بورډ چارواکو د خبریالانو پوښتنو ته په ځوابونو کې وویل چې لوبډله یې د روزونکي او لوبډلمشر په خوښه ټاکلې ده.
د کرېکټ بورډ غوراوي کمېټې غړی میر مبارز وايي: « دا اصول دي چې کله لوبډله جوړېږي، له روزونکي او لوبډلمشر سره مشوره کېږي. له نېکه مرغه روزونکي او لوبډلمشر دواړو په دې برخه کې له بورډ سره همغږي لرله او تاسو ګورئ چې ډېر پياوړی ټیم جوړ شوی او هېڅ تشه نه لري.»
د نړیوال جام او وېسټ انډېز سیالیو لپاره د لوبډلمشر راشد خان ترڅنګ، رحمن الله ګربز، ابراهيم ځدراڼ، صديق الله اتل، دروېش رسولي، شاهد الله کمال، اسحاق رحيمي، ګلبدين نایب، عظمت الله عمرزی، محمد نبي عیسیخیل، نور احمد لکڼوال، مجیب ځدراڼ، نوینالحق، فضلالحق فاروقي او عبدالله احمدزی شامل دي.
د کرېکټ چارواکي وایي، هڅه یې کړې هغو لوبغاړو ته د لوبېدو فرصت ورکړي چې د نړیوالو سیالیو ترڅنګ په نړیوالو لیګونو کې ښه ځلېدلي دي.
د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: « د لوبډلې په انتخاب کې ټولو برخو ته پوره پاملرنه شوې او وړ لوبغاړي ټاکل شوي دي. زه ډاډمن یم چې ښې لوبې به وکړي.»
ټاکل شوې افغان لوبډله د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۹مه، ۲۱مه او ۲۲مه له وېسټ انډېز سره د شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ او له هغه وروسته د نړیوال جام سیالۍ د فبرورۍ میاشتې په اتمه له نیوزلینډ، په ۱۱مه له سویلي افریقا، ۱۶مه له متحده عربي اماراتو او ۱۹مه له کاناډا سره لوبې ولري.