هرات کې د قومونو یوالي او لرو پرتو سیمو کې د هغوی ستونزو د حل په موخه د سرحــدونو، قــومونو او قبایلو چـــارو وزارت له خوا د ملت یوالي، اســــلامي نظام ساتنې او د ولس هوساینې په نامه یوه غونډه جوړه شوه.
د یاد وزارت مسوولان وایي، هڅه کــوي ټول هېواد کې د ورته غونډو جوړولو سره د خلکو له ستونزو ځان خبر او د حل لپاره یې اقدامات وکړي.
د ســــرحدونو، قومونو او قبایلو چـــــــارو وزارت ویاند تسلیم الله حقاني وايي: « د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې لویې ولسي غونډې جوړوي. له دې غونډو موخه دا ده چې د افغانستان ټول ولسونه د یوالي په ټغر سره کېنوو.»
په ورته مهال، د هرات اوســـېدونکي او قومي مخور ټینګار کــــــــوي چې لرو پرتو سیمو کې د لارو خرابوالي ترڅنګ، روغتیایي او ښوونیزو خدماتو ته له لاسرسي، د څښاک اوبو کمښت او د ژوند لومړنيو امکاناتو بې برخې دي او له مسوولینو غواړي چې یادو ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د هرات اوسېدونکی محمد عارف وايي: « زموږ ګڼ هېوادوال په سرحدي سیمو کې ژوند کوي، خو حتا د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري. موږ د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو له وزارت هیله لرو چې د سرحد مېشتو خلکو د تعلیم، روغتیا، اوبو، سړکونو او نورو لومړنیو امکاناتو غم وخوري.»
د هرات اوسېدونکی عبدالظاهر وايي: « که د خلکو معیشت، کرنې، مالدارۍ او کاروبار ته پاملرنه وشي، د فقر کچه ټیټېږي او بیا له یو بل سره جګړې نه کوي.»
د هرات اوسېدونکی حکمت الله وايي: « موږ په چشت شریف ولسوالۍ کې له روغتیايي پلوه یو کوچنی کلینیک لرو چې حتا د جراحۍ کوچني عملیات هم په کې نه کېږي. موږ هیله لرو چې د روغتیا، پوهنې، سړکونو او نورو عام المنفعه تأسیساتو په برخه کې ځانګړې پاملرنه وشي.»
له دې ټولو سره، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت مسوولین هڅه کوي هېواد کې له کلونو څخه پاتي دښمنیو ته د پای ټکی کیږدي.
د یاد وزارت د مسوولینو له معلوماتو سره سم، واک ته د اسلامي امارت رسېدو راهیسې تر اوسه ۳ زره ۳۹۰ لویې او وړې شخړي د قومونو او کورنیو ترمنځ حل کړې دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ معین علي جان احمد وايي: « د سرحداتو وزارت په تېرو څلورو کــــالو کې د امارت له راتګ سره ۳ زره ۳۹۰ لویې او وړې شخړې هوارې کړې دي.»
دا په داسي حال کې ده چې تېرو کـــــــــــلونو کې هم د یاد وزارت له خوا ورته ناستو ترسره کېدو سره د خلکو ستونزې او غوښتنې شریکې شوې. خلک ټینګار کوي چې د ستونزو حل لپاره دې یې عملي اقدامات زیات شي.