Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
رسنۍ: د پاکستان سوداګري له ۶ میلیارد ډالرو زیات کسر سره مخ ده

رسنۍ: د پاکستان سوداګري له ۶ میلیارد ډالرو زیات کسر سره مخ ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/25

پاکستاني رسنۍ وایي، د دې هېواد په سوداګرۍ کې د کسر کچه ورځ تر بلې لوړېږي او پاکستان ته یې لوی مالي زیانونه اړولي دي.

د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې راپور ورکړی چې د روان مالي کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د پاکستان سوداګریز کسر د افغانستان په ګډون له ۹ ګاونډیو هېوادونو سره د ریکارډ ترکچې زیات شوی او په دې موده کې د پاکستان واردات د صادراتو پرتله ډېر شوي دي.

په راپور کې د سوداګرۍ د کسر کچه څه باندې ۶ میليارد ډالره چې شاوخوا ۳۹.۳۳ سلنه کېږي، لوړه ښودلې شوې ده او اټکل شوی چې دا کسر پر پاکستان د اقتصادي فشارونو د زياتوالي نښه ده.

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼې لیکلي: « د کسر لوړو شمېرو تر ټولو ستر لامل د پاکستان له ګاونډیو او سیمه‌ییزو هېوادونو سره د صادراتو کمېدل دي. په دې منځ کې د پاکستان صادرات چين ته کمېدل او له افغانستان سره د سوداګرۍ بندېدل هغه څه دي چې د پاکستان په سوداګرۍ کې یې لوی کسر رامنځته کړی. د پاکستان او افغانستان ترمنځ سوداګریز بهیر د اکټوبر له لسمې نېټې راهیسې په ټپه ولاړ دی.»

ډان ورځپاڼې وړاندې لیکلي چې په دې وروستیو څو میاشتو کې افغانستان ته د پاکستان صادرات نږدې ۹۵سلنه لږ شوي چې ارزښت یې ۲۰۰ میلیون ډالرو ته راښکته شوی. د ورځپاڼې د راپور له مخې، تېر کال د دې هېواد صادراتو ټولټال ارزښت له ۴۰۰ میلیون ډالرو پورته و.

د ورځپاڼې د راپور له مخې: « افغانستان ته د پاکستان په صادراتو کې د پام وړ بدلون رامنځته شوی. اوس مهال افغانستان ته د پاکستان ۹۴.۷۲سلنه صادرات لږ شوي چې ټولټال ارزښت یې ۲۱۰.۵۵۶ میلیون ډالر کېږي. په داسې حال کې چې تېر کال همدا شمېره ۴۰۸.۵۸۵ میلیون ډالر وه.»

د افغانستان ترڅنګ چین، بنګله‌دېش، سریلنکا، هند، ایران، نیپال، بوتان او مالدیف هغه هېوادونه دي چې د پاکستان صادرات ورته لږ شوي دي.

په راپور کې راغلي، د ۲۰۲۵ مالي کال د جولای او نومبر میاشتو ترمنځ د پاکستان ۱۷.۰۵سلنه صادرات لږ شوي چې ارزښت یې ۱.۶۳۵میلیارد ډالره کېږي.

د چارو څارونکي بیا وایي، د پاکستان پوځي پالیسو له امله د دې هېواد سوداګرۍ او اقتصاد ته خورا لوی زیان رسولی.

د اقتصادي چارو شنونکی یونس ځدراڼ وايي: « د پاکستان حکومت د پوځیانو په لاس کې دی او هغوی یې کنټرولوي؛ همدا لامل دی چې د پاکستان اقتصاد کمزوری شوی او لاهم د کمزورتیا خواته روان دی. بله وجه یې دا ده چې د پاکستان داخلي کړۍ او سیاستوال خپلو منځونو کې مشکلات لري او زور ازماینه کوي.»

پاکستان مېشت اقتصادي چارو څارونکي وايي، د سوداګرۍ د کسر زیاتوالی د وارداتو لوړوالي او د صادراتو د ټیټوالي له امله رامنځته شوی او د دې وضعیت سمون لپاره د سوداګرۍ او اقتصادي پالسسیو په برخه کې اقدامات اړین دي.

خبریال ریاض حسین وايي: « د دواړو غاړو افغانستان او پاکستان پر سوداګرو او په ځانګړې توګه د خیبرپښتونخوا او بلوچستان پر سوداګرو ډېرې اغېزې شوې دي. کله چې دا تجارت روان و، د خلکو روزګار هم ورسره روان و، خو اوس د تجارت درېدو له امله د خلکو روزګار هم خراب شوی.»

د سیاسي چارو یو شمېر نور څارونکي بیا د پاکستان روان سیاسي اقتصاد ته په اشارې وایي، په دې هېواد کې یوازې سوداګري نه بلکې ګڼ سیاسي بحرونونه هم شته چې له امله یې د دې هېواد ټول سکټورونه له ننګونو سره مخ شوي.

د سیاسي چارو شنونکی شهسوار سنګروال وايي: « پاکستان په اوسنیو حالاتو کې له بېلابېلو ستونزو او ننګونو سره لاس په ګرېوان دی. له سیاسي پلوه یو شمېر هغه کسان او ګوندونه چې غواړي حقوق یې خوندي شي، اوس د پاکستان پر وړاندې درېدلي.»

له تېرو دوو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریز بهیر په ټپه ولاړ دی چې له امله یې د پاکستان او خیبر پښتونخوا سوداګرو ته خورا لوی زیانونه رسېدلي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist