د پاکستان د اپوزیسیون له دوه ورځنۍ ناستې یو ورځ وروسته، د جمعیت علمای اسلام په مشرۍ « د پاکستان ملت د یووالي ناسته» تر عنوان لاندې د علماوو یوې بلې ناستې کې د پاکستان پر روان وضعیت، د پوځ پر زورواکۍ او له افغانستان سره پر اړیکو بحثونه شوي.
د جمعیت علمای اسلام ګوند مشرتابه مولانا فضل الرحمن له افغانستان سره د پاکستان پر متضاد او دوه مخي سیاست نیوکه کړې او وايي، په داسې حال کې چې هند او ایران په پاکستان کې دننه خپلې مخالفې ډلې ځپي او په نښه کوي یې، اسلام اباد یې پر وړاندې يوازې اعتراض کوي، خو برعکس د افغانستان پر پلازمېنه برید د ځان حق ګڼي.
مولانا فضلالرحمن زیاته کړې: « که تاسې پر کابل بمباري کوی، نو دا داسې ده لکه څوک چې پر اسلاماباد بمباري وکړي. که د افغانستان په نورو سیمو مو بمبار کړی هم وای، څه نا څه د برداشت او زغم وړ وه، په داسې حال کې چې هلته مو هم بار بار ورته عمل کړی. پوښتنه دا ده چې که تاسو وايئ چې موږ ځکه پر کابل برید وکړ چې هلته زموږ ضد وسله والې ډلې حضور لري او دا د ځان لپاره روا کړنه ګڼئ، نو که هندوستان درته ووايي چې ما په بهاولپور، مرید او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمیر کې چې کوم بریدونه کړې، هغه مې د خپلو مخالفو ډلو په ضد کړي؛ نو ته ولې د هند پر دې بریدونو اعتراض کوې؟ دا تضاد ولې دی؟»
د پاکستان ملت یووالي تر سرلیک لاندې ناستې په یوه اعلامیه کې له افغانستان سره د اړیکو پر ترينګلتیاوو اندېښنه ښودل شوې او د خبرو له لارې یې پر حل ټینکار شوی.
د دې ناستې په اعلامیه کې راغلي: « د ملتونو او هېوادنو ترمنځ ستونزې او مسایل د خبرو له لارې حل کېدای شي او دغه کړنلاره لا هم د مسایلو د حل لپاره عملي او منونکې حل لار ده. اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو لوړ پوړي چارواکي سره کېني او د لازیاتو زیانونو مخنیوي لپاره ټولو موجوده ستونزو ته مثبته او علمي حل لارې ولټوي؛ ترڅو د دواړو ګاونډيو هېوادونو ترمنځ اړیکې بېرته عادي شي.»
په ورته مهال، په دې ناسته کې د مولانا شجاعالدین په نوم دیني عالم په پاکستان کې حاکم نظام ته د اسلامي نوم ورکړه د بحث وړ بللې او وايي، باید په دې موضوع هم جدي بحث وشي چې آیا په پاکستان موجود رژیم اسلامي دی که نه؟
مولانا شجاع الدین ویلي: « په اسلامي هېوادونو کې وسله والې کړنې روا نه دي، دا سمه ده؛ خو زما خبره دا ده چې اسلامي نظام څه ته وايي؟ اسلامي نظام او هېواد باید واضح شي او په دې هېواد کې چې دا مهال موږ په کې ژوند کوو، آیا موږ ورته اسلامي هېواد ویلی شو؟ د وسلهوالو کړنو خلاف به موږ فتوا ورکړو، خو دا چې اسلامي هېواد څه وي، پر دې باید بحث وشي.»
بل پلو، د پاکستان جید دیني عالم مولانا محمد تقي عثماني د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر له لوري د ځان په ګټه د دې هېواد د اساسي قانون د ۲۷مې مادې تعدیل فوقیت او برتري طلبي بللې.
د نوموړي په خبره، د پوځ د مشر له لوري د ژوند تر پایه ځان ته د هر راز قضايي او حقوقي خوندیتوب ورکړه او استثناء، د قران کریم، نبوي سنت او د نړۍ د ټولو معاصرو قوانینو خلاف عمل دی.
مولانا محمد تقي عثماني زیاته کړې: « تر ټولو مهمه خبره چې له قرآن او سنت سره په ښکاره ټکر کې ده، هغه د اساسي قانون د ۲۷مې مادې مسئله ده چې د پوځ مشر د ځان په ګټه تعدیل کړې ده او په کې راغلي چې د پاکستان ولسمشر او د پوځ مشر د ژوند تر پایه قضايي او حقوقي مصؤنیت لري او پر وړاندې یې هېڅ راز قضیه نه شي پرانیستل کېدای. ښه اوس دا څه ډول غوره والی دی چې لږ تر لږه زما په یاددښت ساری یې د نړۍ په هېڅ اصولو او قوانینو کې نه لیدل کېږي.»
له دې یوه ورځ وړاندې د تحریک تحفظ آيین پاکستان په نوم ايتلافي اپوزیسیون هم په دوه ورځنۍ ناسته کې له افغانستان سره د سیاسي او سوداګریزو اړیکو پر خرابوالي او د حکومت مخالفو ګوندونو او د اپوزیسیون پر وړاندې د پاکستان د پوځ مشر مارشال عاصم منیر پر جبر او زورزیاتي تندې نیوکې کړې وې.
ګډونوالو په یاده ناسته کې هم د پوځ جبر او زورواکیو ته په کتو او پر وړاندې یې مبارزه فرض بللې وه.