سره صلیب نړیوالې کمېټې په تازه خپاره کړې راپور کې ویلي چې افغانستان لا هم د نړۍ په کچه له بشري بحران سره مخ دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې موندنې ښیې په داسې حال کې چې ۲۰۲۵ کال پای ته رسېدونکی دی نږدې ۲۳ میلیونه افغانانو چې د هېواد نږدې نیمايي برخه جوړوي بشردوستانه مرستو ته اړتیا لرله.
راپور کاږي چې لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو، طبیعی پېښو او اقلیمي بدلونونو د میلیونونو کسانو ژوند اغېزمن کړی دی.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د راپور په یوه برخه کې راغلي دي: « افغانستان لا هم په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو دی، چې له سختو بشري ننګونو سره مخ دی. د ۲۰۲۵ کال پر مهال داسې اټکلونه وو، چې ۲۲ عشاریه ۹ میلیون افغانان، چې نیمایي برخه نفوس جوړوي، بشري مرستو او لاسنیوی ته اړتیا لري. په افغانستان کې د لسیزو جګړو، اقتصادي ستونزو، طبیعي پیښو او اقلیمي بدلونونو له امله خلک زیانمن شوي او دوی اوسمهال لاسنیوي ته جدي اړتیا لري. په افغانستان کې په پرلپسې ډول وزګاري، د ژوند محدودې اړتیاوې او روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی، هغه څه دي چې افغانې کورنۍ یې له ستونزو سره مخ کړې دي.»
د راپور په یوه بله برخه کې راغلي، چې میلیونونه افغانان د سختې یخنۍ، بېوزلۍ او ناکافي سرپناه له امله له زیاتو ستونزو سره مخ دي او په کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله بېځایه شوې کورنۍ يې تر ټولو زیاتې زیان ګالې بللي.
بل پلو د نړیوالو اړیکو شنونکي وایي، د وزګارۍ کچې او روان بشري وضعیت کابو کولو لپاره دې حکومت د اساسي پروژو تطبيق په موخه نړيوالو ملاتړ او همکاري جلب کړي.
د نړیوالو اړیکو شنونکی سمیر انګار وايي: « یو څو اړخیزې ملي ستراتیژې باندې باید کار وشي چې اقتصادي بسیاینې ته ورسېږو او له دې سره هممهاله کرنه باید میکانیزه شي، پانګه والو ته فرصتونه او اسانتیاوې برابرې کړو، سیمهییز اتصال رامنځته شي چې موږ له محرومیت څخه خلاص شو.»
له دې سره اقتصاد وزارت وایي، اقلیمي بدلونونه، دوامدار وچکالۍ، نړیوالو بندیزونه،زیربناوو کموالو له وجې معیشتې ستونزو ته د رسېدنې لپاره ستراتیژیکې او اوږدمهاله پراختیا لپاره ځینو نورو پروژو له تطبیق سره کېدای شي د خوړو خوندیتوب پر وړاندې شته ستونزې په بنسټيزه توګه حل شي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمان حبیب وايي: « د اقلیمي بدلونونو، پرلپسې وچکالۍ، د محدودیتونو دوام او د اقتصادي زیربناوو کموالي له امله معیشتي ستونزو ته د رسېدنې لپاره ستراتیژیکې او اوږدمهاله پراختیايي او یو شمېر اغېزناکه پروګرامونو پلې کېدل کولای شي چې کاري فرصتونه رامنځته کړي کولای شي د خوړو خوندیتوب برخه کې ستونزې په بنسټیزه توګه حل کړي.»
د اقتصاد وزارت وزیر څو ورځې وړاندې د بېوزلۍ او وزګارۍ زیاتوالي یو لامل پر افغانستان د نړيوالو بندیزونو دوام او د افغانستان بانک د شتمنۍ کنګلتیا بللې وه او له نړیوالې ټولنې یې د دغو بندیزونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه.