Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان اپوزیسیون د پوځ او حکومت پر وړاندې درېدو خبرداری ورکړ

د پاکستان اپوزیسیون د پوځ او حکومت پر وړاندې درېدو خبرداری ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/23

په پاکستان کې د حکومت مخالفو ګوندونو يا اپوزیسیون په یوې خپلمنځي دوه ورځنۍ ناسته کې د خلکو پر وړاندې د دې هېواد د پوځ پر ناوړه چلن او زور زیاتي او دغه راز، له افغانستان سره د اړیکو پر ترینګلتیا بحثونه کړي.

د تحریک تحفظ آیین پاکستان(ټي‌ټي‌اې‌پي) تر نامه لاندې اپوزیسيون افغانستان سره د سوداګریزو لارو پر تړل کېد نیوکې کړې او د خبرو له لارې یې د ترینګلتیاوو د حل غوښتنه کړې.

تحریک تحفظ آيین پاکستان د اعلامیې په خپرولو سره ویلي: « تحریک تحفظ آیین پاکستان له افغانستان سره د اړیکو ترینګلتيا په اړه اندېښنه ښيي. مسایل د خبرو‌ اترو او مذکراتو له لارې باید حل شي، ترڅو له ګاونډ هېواد سره د کرښې او د سوداګریزو لارو بېرته پرانیستل ممکن شي.»

په دې ناسته کې د پاکستان پخواني لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په شمول، د تحریک انصاف او د عوامي ملي ګوند غړیو ګډون کړی و. دوی او عامو پاکستانيانو د پوځ جبر او زورواکي له زغم او حوصلې بهر وبلله.

د تحریک انصاف ګوند مخکښ غړي او د پاکستان د پارلمان پخواني ریيس اسد قیصر په ښکاره د پوځ پر وړاندې د مبارزې اعلان کړی او دا څه یې فرض ګڼلي.

د تحریک انصاف ګوند مخکښ غړي اسد قیصر ویلي: « د پاکستان حکومت پر وړاندې احتجاج او غږ پورته کول پرځای پرېږده، که تاسې له اپوزیسیون سره اړیکې لرئ، نو پنجاب کې په خپل کور کې هم په کرار نه شی پاتې کېدای. دلته نه قانون شته، نه اصول شته او نه عدالت. دلته د ظلم نظام او حکومت روان دی. دا وخت د یوه څیز شدیده اړتیا ده، هغه وخت چې ظلم په نظامونو کې زیاتېږي پر وړاندې یې درېدنه او مبارزه فرض کېږي.»

د اپوزیسيون مشر د پاکستان دفاعي ځواکونو مشر عاصم منیر د قدرت پر انحصار، د قانون پر ماتولو او په خپله خوښه د خلکو پر پراخې ځپنې تورن کړی او وايي، نوموړی په لوی لاس دوی او عام خلک د زور کارولو ته رابولي.

د اپوزیسيون مشر زياته کړې، که پوځ هلته له عامو خلکو سره تر دې زیات ځان په تقابل کې اچوي، نو د لوبې اصلي بایلونکی به وي.

د پاکستان د حکومت اپوزیسيون مشر محمود‌خان اڅکزی وايي: « زموږ خبره دا ده چې موږ به په بشپړ ډول سوله‌ ییز پاتې شو. خو که تاسې هڅه کوئ زموږ پرامنه مبارزه په زور زیاتي بدله کړئ، نو په دې صورت کې خبره د عدم تشدد له دایرې وځي. کله چې د پوځ او ملت ترمنځ اخ او ډب وي، بې له شکه پوځ په کې بایلونکي دی او تباه کېږي؛ له هغې ورځې وډار شئ.»

د ناستې نورو ګډونوالو هم په پاکستان کې د پوځ د زور زیاتي او ظلمونو له پراخېدو سر ټکولی. د خیبر پښتونخواه وزیر اعلی سهیل افریدي پاکستان د ورځني ژوند او معیشت له بحران سره مخ بللی. هغه ویلي، پاکستان دا مهال۸۰ ټرېلیون روپۍ قرضدار دی چې د ۲۰ میلیارد ډالرو له معادل اندازې يې ۷۰ سلنه دغه پورونه له هېوادونو اخيستي.

نوموړی خبرداری ورکوي چې که دا هېوادونه له پاکستان خپل پور وغواړي، د یوه امریکايي ډالر په بدل کې به د پاکستاني روپیو ارزښت له ۲۸۰ کلدارو ۴۰۰ هغو ته پورته شي. دغه کار به په یقیني ډول پاکستان له دېواله کېدو سره مخ کړي او هر څه به وپاشل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو
نړۍ

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي
نړۍ

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی
نړۍ

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي
نړۍ

امریکا: د جګړې پر ۱۲ مه ورځ مو پر ایران تر ټولو سخت بریدونه کړي

مارچ 12, 2026
ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل
نړۍ

ټي‌ټي‌پي د «خیبر» په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل

مارچ 10, 2026
مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو
نړۍ

مجتبی خامنه يي د ایران نوی مذهبي مشر وټاکل شو

مارچ 10, 2026

وروستي خبرونه

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

ملګري ملتونه: شاوخوا دوو اونیو کې د منځني ختیځ له ۴ میلیون زیات وګړي بې‌ځایه شوي دي

مارچ 15, 2026
مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مولانا فضل الرحمن وايي، پاکستان اوس مهال له پېچلو سیمه‌يیزو او نړیوالو ننګونو سره مخ دی

مارچ 15, 2026
وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

وانګ یي: د افغانستان او پاکستان پوځي اقدامات د دواړو ترمنځ کړکېچ لا زیاتوي

مارچ 15, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist