Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عمران خان په ټول پاکستان کې پر خپلو پلویانو د پراخو لاریونونو غږ کړی

عمران خان په ټول پاکستان کې پر خپلو پلویانو د پراخو لاریونونو غږ کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/12/22

د پاکستان راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د جمعې په شپه د دې هېواد پخواني لومړي وزیر عمران خان او مېرمنې بوشرا بي بي ته یې د ۱۷-۱۷ کاله بند سزا واورول شوه.

نوموړی د ۲۰۲۳زېږدیز کال له اګست راهیسې په بند کې شپې ورځې تېروي او د فساد په بېلابېلو قضیو کې پر ښکېلتیا تورن دی چې د ګرانبیه دولتي ډالیو پلورل او د واکمنۍ پرمهال  له واکه ناوړه ګټنه یې هم یوه برخه ده.

نوموړي د محکمې پر یادې پرېکړې تنده نیوکه کړې او پر جعلي بللو سربېره یې د پوځ مشر عاصم منیر د ځان پر وړاندې د دسیسو پر جوړولو تورن کړی.

خان له خپل مدافع وکیل سلمان صفدر غوښتي  چې د دې پرېکړې په غبرګون کې های کورټ یا سترې محکمې ته وړانديز وکړي او پر خپلو پلویانو او د ګوند پر غړیو یې په ټول پاکستان کې د پراخو لاریونو غږ کړی.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي: « سهیل افریدي ته پیغام لېږم چې د سړکونو راوتلو او لاریونونو ته تیاری ونیسي. د پاکستان ټول خلک باید د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره ودرېږي.»

نوموړی په اډیاله زندان کې له خپل وکیل سلمان صفدر سره غږېدلی او له هغه يې غوښتي چې د محکمې د پرېکړې خلاف «های کورټ» یا سترې محکمې ته وړانديز وکړي.

هغه دغه راز ویلي، پاکستان دامهال د دې هېواد په وضعي قوانینو نه  بلکې یوازې د مارشال عاصم منیر په خوښه د هغه په قانون چليږي چې په خبره یې، د ده پر وړاندې درج شوې قضیه او محکومېدل یې هم د همدې قانون برخه ده.

عمران خان په دې اړه ویلي: « دامهال پاکستان یوازې د عاصم په قانون چلېږي. دلته یوازې لیکل شوې فیصلې او پرېکړې اورول کېږي. له تېرو درېیو کلونو راهیسې د بې بنیاده پرېکړو او سزاګانو اورونې په څېر د توشه خانې دویمه قضیه هم زما لپاره کومه نوې خبره نه ده. دا پرېکړه هم د قاضي، کره ثبوتونو او د قانوني پړاوونو له تېرولو پرته په بېړه اورول شوې ده او زما او زما د وکیلانو خبرو او دلایلو ته ان چا غوږ نه دی ایښی.»

د عمران خان خور علیمه خان هم د پاکستان حکومت او په تېره بیا د عاصم منیر په ټولواکۍ د دې هېواد پوځ د خپلو ورور پر وړاندې په سازش کولو او دسیسو جوړولو تورنوي چې په خبره يې، د دې تر شا د خان د سیاسي پرستیژ او حیثیت خرابولو موخه هم پټه ده.

د عمران خان علیمه خان وايي: « دوی زما له وروره غواړي چې د خپلو خلکو د حقونو لپاره ونه درېږي. دوی ورنه غواړي چې هېواد پرېږدي او یا هم غلی چېرته کېني او سیاسي مسایلو پورې کار ونه لري. خو دا داسې یو هېواد دی چې په کې د عمران په څېر کس د یوې غاړکۍ له امله لس کاله زندان تېر کړي. هغه یې د همدې وړې موضوع له امله په ۱۷ کاله بند محکوم کړی. له همدې جوتېږي چې دا د هغه پر وړاندې سازش او د دسیسې جوړول دي.»

د سیاسي چارو شنونکي د پاکستان له وړاندې خراب سیاسي او امنیتي وضعیت ته په کتو، په دې بارو دي چې د عمران پر وړاندې د دې هېواد حکومت دریځ او د هغه پر اوږده بند محکومول ښايي هلته پراخو سیاسي کړکېچونو ته زمینه برابره کړي او هلته روان حالات لاپسې بحراني کړي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « دا یوه پروژه ده چې دوی یې پلې کوي، په دې کې ځینې چارواکي تبعید، ځینې نور ترور او یو شمېر بندي شوي دي. پاکستان د غربي نړۍ له خوا جوړ شوی مجري هېواد دی او د هغوی پروژې پلې کوي.»  

په ۲۰۲۳زېږدیز کال کې د عمران خان له نیول کېدو سره هم د هغه سلګونه زره پلویانو او د تحریک انصاف ګوند غړیو په پلازمېنه اسلام‌اباد او د لاهور او کراچۍ په څېر د پاکستان په لویو ښارونو کې په پراخو لاریونو لاس پورې کړ چې وروسته پوځ په ډېر تشدد او د زور په کارولو سره غلي کړل.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist